د یوکرېن صدر د امریکې پوځي مامورینو سره لیدلي او واشنګټن کییف سره د نور پوځي امداد اعلان کړی

د یوکرېن صدر ولادمیر زېلېنسکي او د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن

د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکی د جمعې په ورځ په جرمني کې د امریکې د پوځ او د ۵۰ نورو اتحادي ملکونو د اعلا چارواکو سره ولیدل او واشنګټن اعلان وکړو چې کییف ته به د ۲۵۰ مېلین ډالرو مالیت نور دفاعي امداد ورکوي.

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن وویل په جرمني کې غونډه د روس خلاف د یوکرېن د جنګ په داسې متحرک مرحله کې کېږي چې یوکرېني ځواکونو په وړمبي ځل فعالیتونه شروع کړي دي او په دونباس سیمه کې د روسي ځواکونو د خطر سره مخامخ دي.

د روس په کرسک سیمه کې د یوکرېن حېرانوونکي پېش قدمۍ د روس صدر ولادېميرپوټن توجه د یوکرېن د پوکروسک ښار د نیولو نه توجه نه ده لرې کړې. دغه ښار د یوکرېن د پوځ دپاره اهمیت لري او که روس پوکروسک ښار نېسي نو د یوکرېن نور ښارونه به هم د خطر سره مخامخ شي.

که په کرسک کې د یوکرېن پېش قدمۍ روس په دفاعي حالت کې اچولی خو د یوکرېن ډيفېنس کانټېکټ ګروپ غونډې د شروع نه مخکې اسټن مطبوعاتو ته په لیکل شوې بیان کې وویل د پوټن دښمني ژوره ده. هغه زیاته کړه روس په پوکروسک فشار زیات کړی دی.

د روس د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته زېلېنسکي غوښتنه کړې چې امریکا دې یوکرېن ته په ورکړی شویو مزایلو د استعمال قدغنونه ختم کړی چې یوکرېن وکړی شي چې دغه وسله د روس دننه تر لرې پورې په بریدونو کې وکاروي.

خو توقعو ده چې د جمعې په ورځ د غونډې زیاته توجو به د یوکرېن د هوايي دفاع وسایلو په زیاتولو، د توپخانې ګوله بارود په سپلای یا رسد کې اضافه کول او د یوکرېن دفاعي صنعت پراخولو ته ور کول کېږي.
زېلېنسکي وویل هغه به په دې ټینګار کوي چې د اوږدې فاصلې پورې د یوکرېن د حملې صلاحیت دې زیات کړی شي. هغه د سوشل میډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل د اوږدې فاصلې په اړه د اتحادیانو فېصلې پکار دي چې د امن هدف رانږدې شي.

اسټن وویل مغربي ملکونه د یوکرېن سره په شریکه کوښښونه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت د اېس ۳۰۰ نومې د یوکرېن د هوايي دفاعي نظامونو متبادل وموندل شي.

چارواکي وايي یوکرېن ته ورکړی شویو اېف شپاړس جنګي جهازونو دپاره مزایل او نوره وسله په پېدا کولو هم کار دوام لري.

په یوکرېن کانټېکټ ګروپ کې د ۵۰ نه د زیاتو ملکونو پوځي چارواکي شامل دي او په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس د یرغل راهسې دا ډله په مستقل ډول کییف سره پوځي امداد کوي.

د یوکرېن کانټېکټ ګروپ غړو د ۲۰۲۲ راهسې یوکرېن سره په مجموعي توګه د ۱۰۶ بېلین‌ ډالرو پوځي امداد کړی دی. په دغه امداد کې د امریکې د ۵۶ بېلین ډالرو مرسته هم شامله ده.

ټاکل شوې وه چې زېلېنسکي په د جمعې په ماسپښین د جرمني چانسلر اولف شولز سره هم ملاقات کوي.