صدر زېلېنسکي وايي یوکرېن د روس خاورې ته جنګ ور وړي

په کرسک سیمه کې د روسي ځواکونو هغه قافله لیدل کېږي چې یوکرېني ځواکونو ورته نقصان رسوولی دی

د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي د ګل، دوشنبې، په ورځ د روس په شمال مشرقي سیمه کرسک د حملې دفاع وکړه.

د سوشل ميډیا په ټېلېګرام پاڼه یو وډیو کې زېلېنسکي وویل روس نورو ته جنګونه وړي خو اوس جنګ د دوی کور ته ور روان دی.

قوم ته د شپې خپله وېنا کې زېلېنسکي په روسي سیمه د یوکرېني ځواکونو یرغل د قومي سلامتیا مسله وبلله او ويې وېل روسي ځواکونو د کرسک څخه د یوکرېن په شمال مشرقي علاقه سمي ګڼ شمېر حملې کړي دي. د یوکرېن دغه علاقه کرسک سره سرحد لري.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د زېلېنسکي په ټېلېګرام پاڼه یو وډیو کې د یوکرېن د پوځ مشر اولېکسېنډر سېرسکي وویل د کرسک تر ۱۰۰۰ مربع کېلومېټر علاقه د کییف په واک اختیار کې ده.

په کرسک کې د یوکرېن اپرېشن په انتهايي رازدارۍ کې ترسره کېږي او اهداف يې هم نه دي معلوم چې ایا کییف دا علاقه نیول غواړي او که د حملو دپاره يې استعمالوي چې بیا به ترې په شا کېږي.

د زېلېنسکي په شمول د کییف حکومت د کرسک د عملیاتو په اړه ډېر څه نه دي ویلي چې د اګست په شپږمه نېټه شروع شوي او د یوکرېن ځواکونو په کې د سودزا کلی نیولی دی. سودزا د یوکرېن د سرحد نه لس کلومېټره په فاصله پروت دی. د کلي مغربي برخه اوس هم د یوکرېني ځواکونو په قبضه کې ده. په دغه علاقه کې د قدرتي ګېس اهم تنصیبات هم موجود دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د امنیتي چارواکو او سیمه ایزو ګورنرانو سره د روس صدر ولادېمير پوټن د ملاقات په موقع د کرسک عارضي ګورنر الېکسي سېمروف وویل یوکرېني ځواکونه تر ۱۲ کېلومېټرو پورې کرسک ته داخل شوي، تر ۴۰ کېلومېټرو پورې اوږد محاذ يې جوړ کړی او لږ تر لږه ۲۸ کلي يې نیولي دي. چارواکو سره د پوټن د ملاقات حال په ټېلې وېژن نشر شوی دی.

سېمروف وویل ۱۲ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۱ نور زخمیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې ۱۲۱۰۰۰ پورې خلک د سیمې څخه وتلي دي او ۵۹۰۰۰ خلکو ته علاقې نه د وتلو امر شوی دی.

د کرسک سره خوا کې د بېلګورېډ علاقې ګورنر هم يوکرېن سره په پوله د یوې ضلعې څخه اوسېدونکو ته وتلو امر کړی دی.

صدر پوټن د یوکرېن یرغل راپارونکی ګام وبللو او ځواکونو ته يې امر وکړو چې د یوکرېن ځواکونه دې د روسي علاقې نه وباسي.

پوټن وویل د یوکرېن د یرغل مقصد په دنباس علاق کې د روس د حملې نه توجه لرې کول دي او یوکرېن غواړي چې جنګ د ختمولو دپاره قوي دریځ ترلاسه کړي.

پوټن وویل د روس په جنوب مغربي علاقه د حملې د لارې یوکرېن غوښتل چې روس بې ثباته کړي خو ناکامه شو. هغه وویل د روس په پوځ کې د شاملېدونکو رضاکارانو شمېره زیاته شوې. هغه لوظ وکړو چې روس به خپل پوځي اهداف ترلاسه کوي.

په کرسک د یوکرېن یرغل د دویم جنګ عظیم وروسته د روس په علاقه لویه حمله ده.

واشنګټن چې د روس خلاف جنګ کې د یوکرېن حمایت کوي، روس ته خبرداری وکړو چې د ایران ګوله بارود دې نه استعمالوي. واشنګټن په دې اړه ډېر څه و نه وېل چې ایا یوکرېني ځواکونه په روس حمله کې د امریکې ورکړی شوي وسلې استعمالولی شي.

د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جان کربي د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د یوکرېني ځواکونو سره د عملیاتو په اړه په مسلسل رابطه کې دي.