د یوکرېن صدر د روس د سرحد سره نږدې سیمو دوره کړې

د اګست په میاشت کې روسي علاقې ته د یوکرېني ځواکونو په خفیه توګه د ورننوتلو وروسته د یوکرېن سرحدي علاقې ته دا د زېلېنسکي وړمبۍ دوره وه.

د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي د زیارټ، پنجشنبې، په ورځ د روس سرحد سره نږدې د خپل هېواد شمال مشرقي سومې نومې دوره وکړه. یوکرېني ځواکونو د دغه سيمې نه د روس په کرسک علاقه یرغل کړی او روسي علاقې ته ورننوتلي دي.

د اګست په میاشت کې روسي علاقې ته د یوکرېني ځواکونو په خفیه توګه د ورننوتلو وروسته د یوکرېن سرحدي علاقې ته دا د زېلېنسکي وړمبۍ دوره وه.

زېلېنسکي د یوکرېن پوځي کمانډر سره وليدل او اعلان يې وکړو چې یوکرېني ځواکونو د روس نوره علاقه او نور روسي پوځیان نیولي دي.

که یو خوا یوکرېني ځواکونه په کرسک کې پېش قدمي کوي نو د هېواد په دونېسک سیمه کې مېدان دلاسه ورکوي.

د روس د دفاع وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې ځواکونو يې د مېژو د کلي واک اختیار ترلاسه کړی دی.

د روس صدر ولادېمير پوټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یوکرېن الزام ولګولو چې په سیمه کې د روس په اېټمي بجلي ګر د حملې کوښښونه کوي. بجلي ګر په کرسک کې د جنګ د محاذ نه ۵۰ کېلومېټره په فاصله دی. د کرېملېن مشر په دې اړه نه خو څه ثبوت او نه هم نور څه تفصیل وړاندې کړو.

د روس په جنوبي ولګوګرېډ سیمه کې چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د یوکرېن یو ډرون په سیمه کې په یو پوځي مرکز غورځېدلی چې له امله يې اور لګېدلی دی. د سمیې ګورنر د سوشل ميډیا په ټېلېګرام نومې وېب پاڼه وویل په حمله کې څه جاني نقصان نه دی شوی. د روس دغه علاقه د یوکرېن او قزاقستان د سرحد نه قریباً د ۳۰۰ کېلومېټرو په فاصله پرته ده.

یوکرېن د ډرون حملې ذمه واري ومنله.

د روس د دفاع وزارت، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تېره شپه یوکرېن په روس د ۲۸ ډرون حمله وکړه چې په ۱۳ په کې د ولګوګرېډ سیمه په هدف شوې وه.

د یوکرېن پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تېره شپه يې د روس په فضايي حمله کې يې د روس دوه ډرون راغورځولي دي.

د روس اېف اېس بي نومې امنیتي ادارې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د یو شمېر صحافیانو خلاف يې په دې کېسونه جوړ کړي دي چې په روسي سیمه د یوکرېن د یرغل د خبرونو ورکولو په لړ کې د روس د پولې نه تېر شوي او په مبینه توګه کرسک سیمې ته ننوتلي دي. او د روسي سرحد نه تېر شوي دي. اېف اېس بي د امریکايي ټېلې وېژن سي اېن اېن د خبریال نېک پېټن والش په نوم یاد کړی چې د دوو یوکرېني خبریالانو ترڅنګ د روس سوژدا کلي ته ورغلي دي.