د زمبابوی په سرښار کې پوځي ټرکونه او ټینکونه لیدل شوي

د ځايي خلکو په وینا د زمبابوی په سرښار هراری کې درې لوې چاودنې او درنې ډزې اوریدل شوي. عیني شاهدینو تر مخه د شورو یا چهارشنبې په سحر یو شمر پوځي ټرکونه او عسکر د سر ښار په بیلا بیلو ځایونو کې لیدل شوي.

تیره شپه ناوخته د زمبابوی پوځ د هیواد سرکاري ټي وي سټیشن زي بي سي ودانۍ ته هم ورننوتي. ځايي خلک وايي د شپې یولسو بجو عمومۍ خبري خپرونې پر ځاېې د دغه سرکاري سټیشن نه ټوله شپه د سندرو ویډیو ګانې خپرې شوي دي.

په هراری کې د امریکا سفارت وي او ای ته ویلي تیره شپه په سرښار کې آرامي وه او دوي د پوځیانو موجودګي نه ده لیدلې. خو امریکایي سفارت په دغه ښار کې کارکونکو امریکایانو ته د خپلې ویب پاڼې په لار خبرداری ورکړی ٫٫ په خپلو کورونو کې اوسۍ٬٬ او هم د کور نه کار کوۍ. په ویب پاڼه وړاندې ویل شوي د شورو په ورځ به سفارت د عامو خلکو لپاره تړلی وي.

تیره ورځ د زمبابوی حکومتي ګوند د پوځ په مشر دغدارۍ تور وروستو د هغې لګولی چې د پوځ مشر دهړکه ورکړه چې د هیواد په سیاست کې لاس وهنه کولی شي.

د حکومتي ګوند لخوا خپور شوي یو بیان کې اندېښنه ښودل شوې وه چې پوځ د اوږدې مودې راهسې د هیواد مشر رابرټ موګابی د څوکۍ لرې کولو ګام پورته کولی شي.

په زمبابوی کې دغه تازه تاو تریخوالی وروستو د هغې سیوا شو کله چې د صدر رابرټ موګابی خپل ناېب ایمرسن ننګاوا د خپلې څوکۍ لرې کړو او په هغه يې تور اولګو چې د واک اختیار ترلاسه کولو لپاره منصوبه جوړوي او د صدر سره خیانت کوي.

په دغه هیواد کې ګڼ شمیر خلک بیا ګڼي د صدر دغه ګام مقصد خپله ښځه په دغه څوکۍ ټاکل او یو داسې حیثیت ته راوستل وو که چرې ۹۳ کلن صدر خپله څوکۍ پریږدي او یا مري نو چې د هغه ښځه د دغه هیواد مشره جوړه شي.

ددغې وروستو د ګل یا دوشنبې په ورځ د زمبابوی د پوځ مشر جنرال کانسټنټینو چیونګا یو خبري کانفرنس ته د وینا په مهال خبرداری ورکړو که چرې ٫٫ موګابی د خپل ناېب لرې کولو کار نه منع نه شو نو هغه به سیاسي کارونو کې ټوپ وهي٬٬

۹۳کلن صدر موګابی په کال ۱۹۸۰مکې د برتانې نه زمبابوی د ازادۍ ترلاسه کولو وروستو د دغه هیواد صدر دی. د هغه ۷۵ کلن ناېب ننګاوا ته د کلونو راهسې د صدر ځاې ناستي په توګه کتل کیږي، څوک چې په پوځ کې هم مرستې لري او ګمان کیږي دا مهال په سویلي افریقا کې دی.