زکربرګ: د بایډن د حکومت چارواکو د کوېډ په اړه ځينې مواد د لرې کولو دپاره په مېټا فشار اچولی و

د زکربرګ د خبرو په اړه د پوښتنې په جواب کې د وایټ هاوس ترجمان (نې) وویل د مرګوني وبا سره د مخامخ کېدو په وخت دې حکومت د ولس صحت او د تحفظ په غرض د ذمه وارانه ګامونو حوصله افزايي وکړه.

د مېټا مشر مارک زکربرګ د امریکې د کانګرس یوې کمېټۍ ته ویلي د صدر جوبایډن د حکومت لوړ رتبه چارواکو د کرونا وبا په مهال د کوېډ په اړه ځينې مواد د سېنسرکولو دپاره په کمپنۍ فشار اچولی و او کمپنۍ داسې لارې غوره کړې وې چې اوس به انتخاب نه کړي.

د زکربرګ مېټا کمپني د سوشل ميډیا وېب پاڼې فېس بک ملکیت لري او هغه د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د عدالتي چارو کېمټۍ ته یو خط کې په فېس بک د سېنسرشېپ خبره کړې ده. کمېټۍ د زکربرګ خط د ګل، دوشنبې، په ورځ جاري کړو.

زکربرګ وویل سېنسرشوی مواد په طنز او ټوکو مشتمل و او د حکومت چارواکو د مېټا ډلو سره د ډېرې مایوسۍ اظهار وکړو کله چې د مېټا ډلې د حکومتي چاروکو د خبرو سره متفق نه وو.

زکربرګ وویل د حکومت دباو غلط و او په دې خبره افسوس کوي چې په هغه وخت يې په دې اړه زیات اواز نه و پورته کړی.

د زکربرګ د خبرو په اړه د پوښتنې په جواب کې د وایټ هاوس ترجمان (نې) وویل د مرګوني وبا سره د مخامخ کېدو په وخت دې حکومت د ولس صحت او د تحفظ په غرض د ذمه وارانه ګامونو حوصله افزايي وکړه.

وایټ هاوس وویل په دې اړه يې دریځ واضحه او مستقل دی چې دا ګڼي چې د ټېکنالوجي کمپنۍ او نور کردارونه دې د امریکې په خلکو د خپلو ګامونو اثر په پام کې ولري په داسې مهال چې امریکایان دوی ته د وړاندې کړی شوو معلومات په اړه ازادې فېصلې کوي.

زکربرګ د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نه مخکې د خپل امدادي تنظیم دلارې د ۴۰۰ مېلین ډالرو مالیت د هغه کوښښ ذکر هم وکړو چې هغه وویل هدف يې په شهري، مضافاتي او کلي والو علاقو کې داسې وسایل برابرول وو چې د وبا په مهال خلک په محفوظه ډول ووټونه ورکړي.

هغه زیاته کړه چې ځېني خلک ګڼي چې دغه کوښښ یو یا بل ګوند ته ګټه ورسوول وو خو د هغه هدف بې طرفه پاتې کېدل وو او په صدارتي انتخاب کې څه کردار ادا کول نه وو.

زکربرګ وویل دا د ځل د صدارتي انتخاب په مهال به يې تنظیم د مخکني کوښښ په شان کوښښ نه کوي.
د امریکې نوی صدارتي انتخاب د نومبر په میاشت کې کېږي.