د سیمې او نړۍ مهم خبرونه

Des migrants se tiennent sur le pont de l'Aquarius alors que le navire entre dans le port de Valence, le 17 juin 2018.

د وینزوېلا د پلازمېنې په یو نایټ کلپ کې د ګازو د ډبې په چاودنه کې ۱۷ کسان وژل شویدي.

د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر نیسټر رویرول وویل، په پېښه کې پنځه کسان ژوبل شوي هم دي.

ده وړاندې وویل، د پېښې په تړاو اته کسان نیول شویدي او داسې ګومان کېږي چې له دغو کسانو څخه دوو تنو یې د ګازو دغه ډبه چولې وه.

چارواکي وايي، د پېښې پر وخت تر ۵۰۰ زیات کسان په دغه کلپ کې راټول شوي وو.

------------------

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روسیې ته د تلونکو مسافرو په اړه یو بیان خپور کړی چې په کې له خلکو غوښتل شوي دي چې روسیې ته دې د ترهګرۍ له امله په خپل سفري پلان بیا له سره غور وکړي.

روسیې ته د ورتګ په اړه دغه بیان په داسې حال کې خپور شوی چې روسیه به د نړیوال کپ د سیالیو کوربه وي.

په دغه بیان کې وړاندې راغلي دي چې ترهګر ښايي له خبرداري پرته برید ترسره کړي ځکه په روسیه کې د عوامو په داسې ګڼو ګڼو باندې په عادي توګه بریدونه کیږي.

-----------------

د بې پولې ډاکټرانو هغه کښتۍ چې تېره اونۍ يې له لیبیا سره په سمندر کې ګډوال ژغورلي وو، په ایټالیا کې له رد کېدو وروسته د اتوار یا یکشنبې په ورځ له هسپانیا سره ولاړه ده.

ډاکټرانو ویل، په کښتۍ کې ستړو ستومانو مسافرو ته په بیلابیلو ژبو هرکلی وویل شو.

د چارواکو په وینا، په دغې کښتۍ کې ۴۵۰ سړي او ۸۰ مېرمنې او ۱۱ ماشومان وو.

ډاکټرانو ویل، چې په دغې کښتۍ کې د ۲۶ هېوادونو کسان وو چې اکثره یې له افریقايي هېوادونو څخه وو خو له افغانستان، بنګدیش او پاکستان اوسېدونکي هم په کې وو.

----------------

په یمن کې د بشري مرستو د ادارو چارواکي وايي، د هدیدې ښار هغه اوسېدونکي چې د اختر په مناسبت د خپلو خپلوانو د لیدلو لپاره نورو سیمو ته تللی اوس د سعودي ایتلاف لخوا ددغه ښار له نیولو سره ښايي بېرته خپلو کورونو ته را و نه ګرځي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د خالي یا شنبې په ورځ د یمن د بندري ښار حدیده هوایي ډگر ونیو.

د بشري حقونو د څار سازمان یوه ورځ مخکې د ملگرو ملتونو د امنیت له شورا وغوښتل چې ټولو سیالو ډلو ته اعلان وکړي چې که هغوی خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونیسي د ملگرو ملتونو د بندیزونو سره به مخامخ شي.

اوس د یمن خلک د جگړو د دوام په وجه د قحطۍ او ولږې سرحد ته رسیدلي دي.

----------

په افغانستان کې طالبانو ویلي چې هغوی به له حکومت سره درې ورځېینی اوربند نور نه غځوي، او له اختر وروسته به خپلې جگړې ته دوام ورکړي.

د فرانس پریس خبري آ‏ژانس دا خبر د طالبانو د ویاند له خولې ورکړی او ویلي یې دي چې د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، نن د اتوار – یکشنبې په ورځ دوی ته په یو پیغام کې ویلي چې: "اوربند نن شپه ختمیږي، او زموږ عملیات به پیل شي. موږ هیڅ داسې اراده نه لرو چې اوربند اوږد کړو."

طالبان په داسې حال کې د جگړې د بیرته پیلیدو خبره کوي چې د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني، پرون د حکومت له لوري د ډزبندۍ د غځولو اعلان وکړ، خو ویې ویل چې جزییات به یې وروسته په ډاگه شي. هغه له طالبانو وغوښتل چې دوی دې هم ډزبندي وغځوي.