د پاکستاني طالبانو [تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي] مشر وايي، د پاکستان د حکومت سره يې خبرې روانې دي، چې د پاکستان د حکومت د طرفه د دغو خبرو مشري د ايي اېس ايي پخوانی مشر د پېښور کور کمانډر جنرل فېض حميد کوي، خو په دغو مذاکراتو کې تراوسه کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.
د تحريک طالبان پاکستان سرچينو ويلي د پاکستان حکومت سره يې روانې خبرې ودرېدلي دي، څيړونکي وايي خبرې د قبايلي ضلعو، پخواني حالت ته واپس کولو، د غوښتنې په سر ودريدلې دي.
د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړا ويلي مرکزي حکومت د قبايلي ضلعو د جاري خرڅونو او د ترقياتي کارونو د پاره فنډونه کم کړي دي، چې له امله به يې دوي ونه کړی شي چي د قبايلي ضلعو سرکاري نوکرانو ته تنخا ګانې ورکړي.
د قبايلي ضلعو نه منتخب شوو د واکمنه تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکو او د دغو سيمو نه د مخالفه ګوندونو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړو ويلي د صوبايي او مرکزي حکومت لخوا د قبايلي ضلعو سره بې انصافي کيږي.
د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف حکومت ويلي، مرکزي حکومت ورته د صحت کارډ پروګرام په لړ کې پېسې ودرولي ځکه صوبايي حکومت په قبايلي ضلعو کې د صحت کارډ ختموي. خو مرکزي حکومت وايي قبايلي ضلعې اوس په صوبه کې ورګډې دي پکار ده چې صوبه د خپلو ضلعو غم وکړي.
په پاکستان کې مطبوعات خبر ورکوي د امريکايي ډالر په مقابله ډالر پاکستانۍ روپۍ نوره بې قدره شوې او په پرانستي مارکيټ کې يو ډالر 209 روپو ته رسېدلی دی. خو د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] نن د جمعې په ورځ 17 جون ويلي، د يو ډالر بيعه 207.6 روپو ته رسېدلی دی.
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي دي. روان کال پاکستان کې د پوليو ټولې پېښې لسو ته ورسېدې او دغه لس واړه په شمالي وزيرستان کې رپورټ شوي دي.
د خېبر پښتونخوا د خزانې وزارت ویلي، په روان مالي کال کې د 30 مې پورې د صوبې په بندوبستي ضلعو کې د بجټ 77 فيصده برخه خرچ کړی شوې ده.
د خېبرپښتونخوا د څو ضلعو په غرونو/ ځنګلونو د لګيدلي اور په اړه چارواکي وايي، په زياترو علاقو کې لګيدلي اورونه مړه کړی شوي خو په سوات او شانګله کې په ځينو ځايونو کې نن هم د اور لګېدو پېښې رامنځته شوي دي.
د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن د مشرانو جرګه نن د شورو/چهارشنبې په ورځ (لومړي جون) د پېښور نه کابل ته رسېدلې ده، د جرګې غړو کابل ته روانيدو نه وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي وو نزدې 50 کسيزه جرګه افغانستان ته د تحريک طالبان پاکستان سره خبرو د پاره ځي.
د پاکستان د لوري د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو دپاره د جوړې جرګې غړي وايي، په څو ورځو کې د طالبانو سره خبرو له ځي، او هيله لري چې جوړ جاړی شي.
په افغانستان کې د تحريک طالبان او پاکستاني چارواکو د روانو خبرو اترو په اړه څيړونکي وايي که دا وسله وال په څه شکل هم خپلو سيمو ته بیرته راستانه شو نو غالب امکان دی چې څه موده غلي شي خو بیا به دوی خپلو وسله والو عملياتو ته لاس اچوي.
نور کتل