د چمن پولیس وايي، د پولیو له هر ټیم سره پولیس ګرځي او هغوی ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي د وي او اې ډيوه خبريال رفيع الله مندوخېل د چمن له ايس پي نعيم اڅکزي سره مرکه کړې ده او رپوټ يې رالېږلی:
د چارواکو په وېنا ځيني ديني عالمانو ماشومانو ته د وېکسین ورکولو په حق کې فتوې ورکړې او ځيني عالمان د حکومت د هغه کمېټۍ برخه دي، چې د وېکسین په اړه د عامه پوهاوي لپاره کار کوي
د بلوچستان قلعه سيف الله ضلع چې له افغانستان سره يې هم پوله لګي په سيمه کې د ويکسين پر ټرانزټ مرکز بدليږي هغو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي چې په دې لار له پښتونخوا، پنجاب او يا هم له افغانستان څخه نورو سيمو ته له خپلو کورنيو سره سفر کوي. نور حال د خبريال رفيع الله مندوخېل په رپوټ کې
د بلوچستان په سرحدي سيمه شېراني ضلع کې هم د پوليو کمپېن پای ته رسېدلی په شیراني کې امنیتي وضعيت ته په پام سره د نورو ضلعو په پرتله د پولیو کمپېن يوه اوونۍ وروسته پيل شوی و. د ضلعې انتظامي چارواکي وايي، دغه کمپېن د امنيتي ننګونو او چېلنجونو سربېره هم په کاميابۍ سره سرته رسولی دی.
بلوچستان ته د سند صوبې ترڅنګ د ګرين بېلټ يا نصيراباد او جېکب اباد سيمې خلک هم په ګرمي کې زيات ورځي. د بلوچستان د صحت چارواکي وايي، د دوی لپاره يو مشکل موسم د بدلېدو سره د سفر کونکو خلکو هم دی چې ورسره د ماشومانو د ويکسين ټارګټ يا شمېر هم زياتېږي
د ماشومانو د پاره د متحده قامونو نړيواله اداره يونيسېف په بلوچستان کې يوه ورځنی فري ميډيکل او د ويکسين کېمپ کړی چېري چې د پوليو ضد کيمپېن ځنډول شوی دی. په بلوچستان کې ميډيکل کېمپونه په هغه سيمو کې لګول کېږي چېري چې له قطرو انکاري يا پاتي ماشومان زيات وي. تفصيل د رفيع الله مندوخېل په رپوټ کې
د پشين روغتیايي چارواکي وايي، د ستونزو او چېلنجونو سربېره هم د پوليو وايرس ختمول هدف ګرځول شوی د سيمې مذهبي مشران او خلک د پوليو له پروګرام سره بشپړه مرسته او ملاتړ کوي. تفصیل د رفيع الله مندوخېل په راپور کې.
په بلوچستان کې د پوليو ضد کيمپېن د اګست له لومړۍ نېټې پيل شوی، چې په ترڅ کې به يې شاوخوا پنځه ويشت لکه ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي. په کيمپېن کې يولس زره نهه سوه ګرځنده يا موبايل ټيمونه کار کوي
په کوټه کې د پولیو کارکونکو ته د د پولیو د راتلونکي کمپاین لپاره روزنه ورکړل شوې ټاکل شوې ده چې په بلوچستان کې به د پولیو کمپاین په راتلونکې اونۍ کې ترسره شي. تفصیل د رفیع الله مندوخېل په راپور کې.
ځايي اوسېدونکی او د سرپره قبيلې مشر سليم سرپره وايي چې د پوليو وايرس خطرناک اغېز او د وېکسين ارزښت ته په پام سره دوی د هغه چا کورونه ته ورځي چې انکاري وي، ځکه چې که ماشوم يوار پوليو شي نو بيا يې هيڅ علاج نه کېږي
په بلوچستان کې د پوليو په کمپېنونو کې ديني عالمان او قبايلي مشران مهم رول لري د پوليو کارکوونکي په ځايي ژبو ميندو ته د پوليو ويکسين د ارزښت او پوليو وايرس د منفي اغېز په اړه مالومات ورکوي. تفصيل د وي او اې ډيوې د خبريال رفيع الله مندوخېل په رپوټ کې.
د سرحدي سيمې ږوب روغتيايي چارواکي وايي، چې د دوی لپاره تر ټولو لوی مشکل د کوچيانو ماشومان وېکسين کول دی، ځکه چې کډوال له يوې بلې سيمې ته سفر کوي، او کوچيان د پوليو وايرس زيات وړونکي خلک بلل کېږي
په بلوچستان کې ډاکټران وايي، په زېږېدلو ماشومانو کې د پوليو وايرس خطر زيات وي، نو ځکه بايد ټول ماشومان ويکسين شي. د وي او اې ډيوه خبريال رفيع الله مندوخېل په دې اړه په کوټه کې د ماشومانو له ډاکټر ارباب طارق کاسي سره مرکه کړې.
په بلوچستان صوبه کې په ټولو ضلعو کې د پوليو تر کيمپېن وړاندې او وروسته په لري پرتو سيمو کې چېري چې خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسی نه لري، فري ميډيکل کيمپونه جوړېږي، چې په کې له قطرو پاتي ماشومانو ته قطرې ورکول شي
د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې څلور زره پوليس سرتېري د پوليو ټيمونو امنيت ساتي. چارواکي وايي، د پوليو کارکوونکي په بشپړ امنیت او ازاده فضا کې کيمپېن ترسره کوي. نور تفصيل د وي او اې ډيوه د خبريال رفيع الله مندوخېل په ويډيو رپوټ کې:
نور کتل