د خیبر پښتونخوا چارواکو له لرغونو ځایونو څخه د ویډیو پر جوړولو ۴۰۰۰۰ او پر انځور اخېستلو ۵۰۰ روپۍ فیس ټاکلی. په دې اړه خلک او چارواکي څه نظر لري؟ تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
د ملاکنډ ډویژن سرہ تعلق لرونکي د وزیر اعظم مشیر امیر مقام وي او ای ډیوه ته وویل چې د کالام په سړک کار روان دی او ھغہ کوشش کوي چې د وزیر اعظم سرہ خبرہ وکړي چې ملکنډ ډویژن د نورو پينځو کلونو دپارہ د ټېسونو نه پاک وګرځوي
د سوات په کبل سیمه کې د ورکو شویو کسانو کورنیو یو لاریون کړی او د هغوی د موندلو او خوشې کولو غوښتنه یې کړې. د بشري حقونو د دفاع ولایتي ناظم افتاب علي شاه ویلي چې تر ۵۰۰ زیات کسان بې درکه شوي چې له دغې ډلې څخه یې ۲۰۰ په زندانونو کې موندل شوي. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
په ورستیو ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې په پولیس ګڼ شمېر حملې شوي او ځینې پکې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، منلي
د سوات اوسېدونکي هم د پاکستان د نورو برخو په څېر له ګرانۍ څخه سرټکوي او وايي، چې هغوي کور ته اوړه او دالونه نشي اخېستلی نو جامې او پیزار به څنګه واخلي؟ تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې
په سوات کې د ایلم په نامه یوه خیریه بنسټ د تېرو شپږو کالو راهیسې د روژې په میاشت کې هره ورځ شاخوا ۱۲۰۰ روژه تیانو ته خواړه ورکوي. ددغه بنسټ مشران وايي، په هېواد کې د وروستۍ ګرانۍ له امله ټول خلک په روژه کې مناسب خواړه نشي اخېستلای نو ځکه دوی ورسره په دې برخه کې مرسته کوي.
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ او نا امنۍ پرضد د سوات په مینګوره کې یو ځل بیا احتجاجي غونډه شوې ګډونوالو ویل، چې د سوات خلک خپله د ترهګرۍ قرباني پاتې شوي نو ځکه اوس نه یواځې په خپله سیمه بلکه په ټوله صوبه کې د ترهګرۍ خلاف دي او د هغې غندنه کوي. نور حال د فیاض ظفر په راپور کې.
سوات په ژمي کې واورو ښایسته کړی وي او په پسرلي کې هرې خواته د غوړېدلو ګلونو ننداره وي چې ډېر سېلانیان یې لیدلو ته ورځي. په دې اړه بشپړ راپور فیاض ظفر تیار کړی.
په اوکراین د روس د یرغل د کال له پوره کېدو سره دې جګړې نه یواځې د پاکستان اقتصاد ته زیان رسولی بلکه هغه پاکستاني زده کونکي یې هم اغېزمن کړي چاچې د اوکراین په پوهنتونونو او کالجونو کې زده کړې کولې. پدغو زده کونکو کې د خېبرپښتونخوا صوبې د سوات منصور خان هم شامل دی چې لا هم په کور ناست دې.
د پېښور د پولیس لاین په جومات باندې د خونړئ چاودنې وروسته د سوات په مینګوره، مټه، خوازه خېل او کبل سیمو کې ۱۱ بېلابېل احتجاجونه شوي او ګډونوالو پکې دغه برید غندلی دی. د یوې خبریال فیاض ظفر له یو شمېر ګډونوالو سره خبرې کړي او دا راپور يې پرې تیار کړی دی.
په سوات کې ډېر داسې غریزه کلي دي چې د قدرتي ښکلا نه ډک دي خو د سړکونو د نشتوالي دلاسه ورته سېلګر نشي ورتلی. داسې ګلۍ نومې یو کلی هم دی. د ډیوه خبریال فیاض ظفر د ګلۍ کلي حال پدې رپورټ کې وړاندې کوي.
په سوات کې د جشن سوات تر نامه لاندې څلور ورځنۍ مېلې پیل شوي چې له هندوستان څخه د صوفيزم د طریقې یو هنرمند استاد شجاعت علي هم ورته ورغلی.
په سوات کې د بم چاودنه په داسې حال کې شوې چې په تېرو څو هفتو کې د سوات په مختلفو غرنۍ سیمو کې د وسله والو د لیدل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وو او په سوات کې په لاریونونو کې ځايي خلکو د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې سیمه کې د امن قایم کړي
په سوات کې د الوچو راټولولو وخت پیل شوی. په سوات کې پنځه ډول الوچې کېږي. فیاض ظفر
د اسلام آباد نه راغلي یو غیردولتي تنظیم، د سوات په سېدوشریف ښار کې لسګونه سینګارځای چلوونکو یا بیوټي پارلر والاوو ته د سینګار کولو وېړیا تعلیم ورکړ او هغو ته یې د سینګارولو چلونه وروښودل. په دې اړه له سوات نه د وي او اې ډیوه خبریال فیاض ظفر دا رپوټ رالېږلی دی:
نور کتل