سلامتي کونسل د یو متفقه قرارداد له لارې له متحده قامونو سره په ښځو کارکونکو د بندېزونو غندنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د ښځو او انجونو د فعالانو پر ضد دې د کاروایانو نه په فوري توګه په شا شي. طالبانو ویلي باید نړۍ د افغانستان داخلي ټولنیزو مسلو باندې اختلافونو ته احترام وکړي او سیاسي نه کړل شي.
د افغانستان سیاسي او مزاحمتي مشرانو د طالبانو هغه دعوه رد کړې ده چې وايي افغانستان کې یې د داعش مهم کمانډر او منصوبه ساز وژلی. طالبانو خپله دعوه کې ویلي وو چې د داعش دغه کمانډر په کال ۲۰۲۱ اګست میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په وخت ترهګر برید پلان کړی وو.
پنټګان د سوډان خوا ته پوځيان ځای پر ځای کوي چې مقصد یې د اړتیا په صورت کې په دغه هېواد کې د تشدد له زیاتېدو سره د خپلې سفارتي عملې خوندي ساتل دي. خارجه وزیر اېنتني بلېنکن او نور نړیوال مشران هڅه کوي چې تر اتوار ورځې پورې ډزبندي وشي.
د افغانستان په اړه د سمرقند غونډې ترڅنګ د چین، روس، ایران، پاکستان او افغانستان د خارجه وزیرانو ترمنځ بېلا بېلې لیدنې شوې. ازبکستان کې دا ملاقاتونه په سیمه د چین او روس ترمنځه د همکاری او د چین د اثر زیاتولو د هڅو برخه ګڼل کېږي. نور تفصیل یې د ډیوه همکار نوشیروان قلندر راکوي
وایټ هاوس په کال 2021 کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وخت د ګډوډۍ تورونه د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په انتظامیه پورې کړي دي. په دې اړه د امریکا دفاع او خارجه وزارتونو کانګرس ته د خفیه رپورټونو یوه خلاصه هم لېږلی ده. نور تفصیل یې د نوشیروان قلندر په راپور کې
د روس خلاف جګړه کې د اوکراین د دفاعي مرستې د پاره د غربي نړۍ ټېنکونه کییف ته ورسېدل بلخوا د ترکیې د پارلیمان له اجازې وروسته د نېټو سېکټري جنرل ینز سټالټن برګ ویلي فېنلېنډ به په څو ورځو کې د غربي دفاعي اتحاد برخه جوړه شي. نور تفصیل یې د ډیوه همکار نوشیروان قلندر راټول کړی.
د امریکا د استازو په جرګه کې د بهرنیو چار د کمیټی چېرمېن مایکل مېکال د خارجه وزیر انټوني بلېنکن نه په کال 2021 کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه دستاویزات غوښتې دي. نور تفصیل یې د ډیوه همکار نوشیروان قلندر د وایس اف امریکا خبریالې سېنډي سېن په رپورټ کې وړاندې کوي
د چین او اوکراین د ولسمشرانو له خبرو وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کانګرس ته ویلي، چې له روس سره د چین سفارتي او نورې مرستې په اوکراین کې د جنګ د خاتمې په لړ کې د امریکا د ګټو خلاف دي. دا څرګندونې د چین او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ له ممکنه خبرو مخکې شوي.
د چین صدر 69 کلن شي جینپینګ په دریم ځل د پینځو کلونو لپاره د هېواد ولسمشر ټاکل شوی دی. د چینايي صدر په دریم ځل دا ټاکنه په داسې حال کې شوې ده چې د چین خارجه وزارت لخوا امریکا ته ګواښونه شوي خو د امریکا خارجه وزارت ویلي، د چین د قابو کولو هڅې نه کوي نه ورسره په اړیکو کې څه بدلون ویني
په ترکیه او سوریه کې په شوې زلزله کې د مړو شمېر له ۲۱۰۰۰ څخه زیات شوی او له ملبې څخه د خلکو د راویستلو لپاره مرستندویه کارونه دوام لري. د اې پي خبري ادارې ترمخه ترکي چارواکو ويلي، د زلزلې له امله په ترکیه کې د 18342 پورې کسان مړه شوي خو دا نه دي ويل شوي چې څومره خلک بې کوره شوي
په ترکیه او شام کې د شوې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۷۰۰۰ څخه زیات شوی د ترکیې صدر رجب طیب اردوان ویلي، زلزلې ددغه هېواد په لسو صوبو کې لویه تباهي کړې ده. د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د ژغورنې ډلې زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو لپاره رسېدلې دي. وروستی حال د نوشېروان قلندر په راپور کې.
د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګري استازي تهامس وېسټ وروسته د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن هم پاکستان ته ورغلی. نور تفصیل د ډیوه همکار نوشیروان قلندر په یو وډیو رپورټ کې
د ترکي پوځ لخوا د شام په شمال کې د کردي وسله والو خلاف هوايي بمباري شوې، په لسګونو کسان وژل شوي.
د ملګروملتونو جنرل اسمبلۍ د یو قرارداد له لیارې په افغانستان کې په روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې. دوی له طالبانو ځانګړې غوښتنې کړي؟
امریکایي سناتورانو له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د افغان نجونو او میرمنو په وړاندې د بې فکره بریدونو له امله، له طالبانو څخه حساب وغواړي.
د بشري حقونو د کونسل مشرې کونسل ۵۰ مې غونډې ته په خپل رپورټ کې ویلي چې افغانستان کې د ښځو حالت اندېښمن دی او د 1.1 میلین جینکو په ثانوي تعلیم ښکاره بندېزونو دي چې له وجې یې د دوی راتلونکی نېغ په نېغه متاثره کېږي
نور کتل