وکیل خان، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.
د وي او اې ډیوه په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې دا اوونۍ دوه لیکوال مېلمانه دي، طاهر خان مسید د وزیرستان په اړه کتاب لیکلی دی او شاعر، لیکوال او کمپوزر لیاقت تصور د څلورو کتابونو څښتن دی، په خپرونو کې د دوی د کتابونو په اړه خبرې شوې دي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د وي او اې ډیوه په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې د پښتونخوا د صوابۍ له یو داسې ځوان سره خبرې کوو، چې د ریموټ کنټرول جهازونه جوړوي، هغه تر 100 زیات جهازونه جوړ کړي او له دغو جهازونو خلک په بېلابېلو کارونو کې مرسته اخلي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د وي او اې ډیوه د ځوانانو په خپرونه «ولولې» کې مو دا اوونۍ د صوابۍ له درو داسې ځوانانو سره خبرې کړې دي چې په سوشل مېډیا زیات مشهور دي. دوی په خپلو ویډیوګانو کې د خلکو له خندولو سره سره ټولنې ته مثبت پیغامونه هم ورکوي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د وي او اې ډیوه په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې مو دا ځل له ځوانو هنرمندانو ودود اپریدي او علي خان سره خبرې کړې دي. ودود اپریدی دا مهال د پېښور په اقرا نېشنل یونیورسټۍ کې زدکړې کوي خو ورسره د موسیقۍ په برخه کې هم کار کوي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د وي او اې ډیوه په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې دا ځل د پښتونخوا د قبایلي ضلعو د ځوانانو د تنظیم له پخوانی مشر په امریکا کې مېشت شوکت عزیز سره خبرې کړې دي. شوکت عزیز په دې اړه خبرې کوي چې ځوانان څنګه د زدکړو لپاره امریکې ته راتلای شي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د دې اوونۍ د ځوانانو په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې د پښتونخوا د اورکزۍ ضلعې له نور قدیم خان سره خبرې کوي، هغه دا مهال په امریکا کې دی او دلته د خپلې سیمې په استازیتوب د ورلډ بېنک او ای ایم ایف په غونډو کې د ګډون لپاره راغلی دی. د کوربه یې وکیل خان دی:
د ځوانانو په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې مو دا ځل ځوان سندرغاړی اعجاز افق مېلمه کړی دی، افق په لنډه موده کې د پښتنو په لر و بر وطن کې ګڼ شمېر مینه وال پیدا کړي دي. هغه وایي خلک اوس موسیقۍ ته ډېر سنجیده شوي دي ځکه د خلکو د زړونو ترجمانه شاعري وایي. کوربه یې وکیل خان دی:
د ځوانانو په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې مو دا ځل له افغانې انځورګرې خورشید شمس سره خبرې کړې دي، چې دا مهال په اسلام اباد کې ژوند کوي. خورشید وایي په خپل هنر کې نړۍ ته په افغانستان کې د افغانو ښځو ژوند ښکاره کول غواړي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د ځوانانو او پېغلو په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې دا اوونۍ له بلاول جمشید سره خبرې کوو چې په پاکستان کې یې د معیاري تعلیم لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي. هغه دا وخت د امریکا په سفر دی او د ځوانانو د مستقبل په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون کوي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د ځوانانو او پېغلو په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې دا اوونۍ د صوابۍ له عمر فاروق یوسفزي سره خبرې کوو، هغه د امریکا په مېسچوسټ ایالت کې په «بزنس انلایټیکس» کې ماسټر ډګري اخیستې ده. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د ځوانانو په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې نن د افغان هنرمند شکیب غوثي پر هنر خبرې کوو. شکیب غوثي دا مهال په امریکا کې اوسېږي، هغه په پښتو او دري ګڼ شمېر سندرې ویلې دي او زیات مینه وال لري. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د ځوانانو په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې نن د پاکستان له مشهور خواجه سرا یا نرښځي ګل چاهت سره خبرې کوو. هغه په پاکستان کې د وژل کېدو له خطره په وروستیو کې په جرمني کې ژوند پیل کړی او هلته یې پناه اخیستې ده. ګل چاهت وایي په جرمني کې یې ژوند خوندي دی خو ژوند یې بې ستونځو نه دی. کوربه وکیل خان دی:
د دې اوونۍ د ځوانانو په خپرونه «ولولې» کې له دوو وروڼو باکسرانو سره خبرې کوو، محمد ثاقب او ظهور عباس د پښتونخوا اوسېدونکي دي او په پاکستان کې دننه او نړیوالې ډېرې سیالۍ یې ګټلې دي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
ډاکټر سوېرا پرکاش د پښتونخوا د بونېر ده چې د پاکستان په تېرو انتخاباتو کې یې د صوبایي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره زغل کړی وو. سوېرا وایي اوس زمانه بدله شوې باید خلک له زامنو سره لوڼو ته هم د ژوند په هر ډګر کې د برخې اخیستو حق ورکړي. د دې اوونۍ په «ولولې» خپرونه کې له هغې سره خبرې کوو. کوربه یې وکیل خان دی:
د امریکا د خارجه وزارت له خوا د «سوسي» پروګرام په بنیاد له ټولې نړۍ امریکې ته د پینځو اوونیو لپاره طالبعلمان راوستل کیږي او د دې ځای د ژوند مختلف اړخونه ور ښودل کیږي، نن په «ولولې» خپرونه کې د پښتونخوا له داسې دوو ځوانانو سره خبرې کوو. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
عظیم وزیر شاعر او سندرغاړی دی او په پښتو کې یې ایم فِل کړی دی، چې دا مهال په عربي اماراتو کې خواري مزدوري کوي. هغه د اردو د مزاحمتي شاعر حبیب جالب شاعري هم منظومه ژباړلې ده. د دې اوونۍ په «ولولې» خپرونه کې د عظیم وزیر پر شعر او هنر خبرې کوو. کوربه یې وکیل خان دی:
د دې اوونۍ په «ولولې» خپرونه کې د بلوچستان د پښین سیمې له رضیه خان کاکړ سره خبرې کوو، هغه د امریکې له هارورډ پوهنتونه فارغه ده، هغه امریکې ته څنګه راغلې او څنګه یې د اعلی تعلیم لپاره سکالرشپ تر لاسه کړی په دې هر څه باندې هغې خبرې کړې دي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د دې اوونۍ په «ولولې» خپرونه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د "وژل شوي" فعال او شاعر ګیله من وزیر پر شاعرۍ خبرې کوو، تر دې مهاله د ګیله من د شاعرۍ یوه مجموعه د «اویا کاله برباد شومه!» په نوم چاپ شوې ده. په خپرونه کې تکړه شاعر دیدار وزیر د هغه د شاعرۍ په اړه خبرې کوي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
د وي او اې ډیوه اونیزه خپرونه «ولولې» کې دا اوونۍ له یو پښتون ځوان اشفاق احمد سره خبرې کوو، هغه د پښتونخوا د چارسدې دی او پي ایچ ډي یې. کړې ده خو دا وخت په امریکا کې د وینې د کېنسر د مخنیوي په اړه څېړنه کوي. د ده پلار په وطن کې د ټرېکټرو مستري دی. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
په اونیزه خپرونه «ولولې» کې دا ځل په دې خبرې کوو چې نرښځیانو یا خواجه سرا ته زموږ په ټولنه کې ولې په ټیټه سترګه کتل کیږي او بریدونه ورباندې کیږي. په خبرونه کې له رپوټونو سره سره له ماهي ګل او وکیل امین الله خان کونډي سره غږېدلي یو چې د نرښځیانو د حقونو فعالان دي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی:
نور کتل