د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن نن د اسرایلو د دفاع له وزیر سره په واشنګټن کې ویني خارجه وزیر تیره جمعه په اسرایل کې له چارواکو سره په غزه کې د شپږو هفتو په ډزبندۍ خبرې کړي.
جرمني منلې چې د اوکراین لپاره په راتلونکې کې د وسلو او جنګي منصوبو په اړه د یو پوځي غونډې مالومات يي افشا کړي روس جرمني ته خپل زوړ حریف وايي کوم چې يي اوس بیا دوښمن جوړ شوی. د وایس اف امریکا اراش عرب سعدي راپور د اشفاق مومند په غږ
امریکا او اورپا یو ځل بیا په اوکراین کې د روسي پوځ د پرمختګ درولو او اوکراین ته ژر تر ژره د وسلو لېږلو د ارزښت یادونه کړې په ورته وخت کې د خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي او په سولیزه توګه د جګړې د حل لپاره په روانو هڅو خبرې شوي. په دې اړه د ویرونیکا بالډیراس ایګلیسیاس راپور د اشفاق مومند په غږ
روس په اوکراین باندې د ډرون الوتکو تازه بریدونه کړي دا په داسې حال کې چې د امریکا په کانګرس کې اوکراین ته د روس پر ضد د خپلې دفاع لپاره مرستې ورکول له خنډونو سره مخ دي.
د اوکراین چارواکي وايي په پوځ کې يي داسې درغلۍ برسیره کړي چې پکې په ملیونونو ډالره په داسې وسلو ورکړل شوي چې لیدل شوي نه دي د دې پټو مالوماتو له څرګندېدو وروسته د روس یوه الوتکه (جاز) هم غورځېدلی چې پکې د اوکراین قیدیان وړل کیدل. د عراش عرب سعدي راپور د اشفاق مومند په غږ
د اسرایل او حماس ترمنځ د روانې جګړې ترڅنګ د یوې هفتې راهسې په سیمه کې یو شمیر حملو او لانجمنه بیانونو منځني ختیځ کې تاوتریخوالی لا پسې زیات کړی دی. د وایس اف امریکا ویرونیکه بالډیراس ایګلیسیاس راپور د اشفاق مومند په غږ
د اسرایل په سویل کې د حماس لخوا د حملې وروسته پرون د اتوار په ورځ سل ورځې پوره شوې. د وایس اف امریکا ویرونیکا بالډیراس ایګلیسیاس تر اوسه فلسطینیانو او اسرایلو ته په جګړه کې د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه راپور تیار کړی چې زمونږ همکار اشفاق مومند يي وړاندې کوي.
د اسرایل وزیراعظم بن یمین نتنیاهو د حماس لخوا د تښتول شوو اسرایلیانو د راخوشې کولو په سر په ممکنه جوړجاړي باندې خبرې کړي ښاغلي نتن یاهو عموما په دې خبره زور ورکوي چې پوځ به يي تر هغې په غزه کې خپل عملیات جاري ساتي ترڅو چې حماس ته ماتې ورکړي.
د اسرایلو او حماس د جګړې له زیاتېدو سره امریکا ویلي، دوی به په سیمه کې خپل پوځي حضور زیات کړي چې کار به یې د جګړې مخنیوی وي امریکا دا خبرداری هم ورکړی چې که له هر ډول ګواښ سره مخ شي نو په سمدستي ډول به یې ځواب ورکړي. د وایس اف امریکا خبریالې ویرونیکا بالډیراس راپور د اشفاق مومند په غږ کې.
د پاکستان سرپرست وزیر اعظم انوار الحق کاکړ د کمربند او سړک په اړه غونډې کې د ګډون لپاره پېکنګ ته رسېدلی د چین بېلټ اینډ روډ فورم په دې دریمه غونډه کې به چین هڅه وکړي چې له نړۍ سره د کاروبار لیکي پیاوړې او لا نورې پراخه کړي. تفصیل د اشفاق مومند په راپور کې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هرات له زلزله ځپلو سره د پاکستان مرستې نه دې منلي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سرچینې وایي، حکومت یې د پاکستان هغه مرستې د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د لانجمن ایکس پوسټ له کبله نه دي منلې چې د هرات د زلزله ځپلیو لپاره یې ور لېږلې وې.
د امریکا صدر جو بایډن په اسرایلو باندې د حماس له ناڅاپي برید وروسته له اسرایلو سره نور مرسته کړې د اسرایل او حماس ترمینځ د تاؤتریخوالي د راکمولو لپاره په روانو هڅو د وایس اف امریکا ویرونیکا بالډیراس راپور زمونږ د همکار اشفاق مومند په غږ
شکریه بارکزۍ: فکر نه کوم چې د اسلامي هېوادونو استازي به طالبان د جونو په تعلیم باندې قانع کړي
په پاکستان کې د امریکا سفیر له لنډ مهالي وزیر اعظم انوار الحق کاکړ سره په لیدنه کې د راتلونکو ټاکنو په روڼوالي خبرې کړي. د دغې ليدنې د نورو جزیاتو په اړه د ډیوې همکار اشفاق محمد په اسلام اباد کې د ډیوې له خبریال ارشد حسین سره مرکه کړې.
پښتونخوا کې د 50 اورونو اخیرنۍ نړیواله سیالي په کال 2006 کې د هند او پاکستان ترمینځ شوې او په کال 2003 کې اخیري د ټیسټ کرکټ سیالي د پاکستان او بنګلادیش ترمینځ په ارباب نیاز سټیډیم تر سره شوې وه
پولیس وايي، په فرانس کې د راپارېدلو مظاهرو او تشدد پیښو کې 1300 لاریون کونکي نیول شوي. په ورته وخت کې د پولیس لخوا وژل شوي تنکي هلک د جنازې مراسم ترسره شوي.
د ۲۰۱۸ کال راهېسي، دا چین ته د امریکا د خارجه وزیر لومړنی سفر ګڼل کیږي. بلېنکن په بجېنګ کې د چین له خارجه وزیر چن ګانګ، د چین د کمونېست ګوند د خارجه چارو د مرکزي کميټې مشر وانګ یي، او په ډېر امکان سره، د چین له صدر شي جن پنګ سره وګوري. تفصیل د اشفاق مومند په رپورټ کې
د اسټریلیا یو عدالت د خپل هېواد یو پوځي په افغانستان کې د جګړې په وخت د 6 بی ګناه افغانانو په وژنه تورن کړی. دغه عسکر د اسټریلیا دریو ورځپاڼو پر ضد په هغه راپور مقدمه جوړه کړې وه چې پکې ددغو جرمونو په اړه تفصیلات چاپ کړی شوي وو. تفصیل د اشفاق مومند په راپور کې.
د امریکا په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ باندې د 2020 کال په صدارتي ټاکنو کې د درغلیو د غلطو تورونو پورې کولو په سر د فاکس نیوز ټي وي پر ضد مقدمې روانه میاشت د ډيرو خلکو پام ځان ته اړولی. که چېرې یاد ټي وي ځان د مقدمې نه ایستل غواړي نو 787.5 میلیونه ډالره به ورکوي.
نور کتل