په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې دا اوونۍ دوه ځوانان مېلمانه دي، یو محمد طیب دې، څوک چې امریکا ته په سټوډنټ ویزه راغلی او دویم انور کمال داوړ دی، څوک چې امریکا ته د کار په ویزه راغلی. په خپرونو کې دوي د قانوني لارې امریکا ته په راتګ خبرې کړي. تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورئ. کوربه وکیل خان دی
لینډا فاچي یو ځانګړی او زړه راښکونکی کار لري. یوازې د یو څو اوزارونو او د ډېر احساس په کارولو سره ، هغه ډېرې ریښتینې مجسمې جوړوي او کچرې دوی دومره وړې نه وی، نو دا به ګرانه وه چې د اصل نه به جدا ګڼل کېدی. د وایس اف امریکا خبریالې اېنا نیلسن د فاچي سره لیدلي. تفصیل نګین شاه تاسو ته وړاندې کوي
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګست د ګډو ځواکونو مشر جنرل سی کیو براون د برطرف کیدو لاملونه وړاندې کړل. صدز ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا لوړ پوړی پوځي افسر په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټ له لارې برطرف کړو. د وایس اف امریکا د پنټاګون خبریالې کارلا باب رپورټ د ډیوې همکاره نګین شاه وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یوکراین کې د جنګ د ختمولو د پاره د امریکې قرارد منظور کړی. خو د امریکې یورپي ایتلافیانو د رای ورکولو نه ډډه کړې. تفصیل د ارباب محمود علی په رپورټ کې
د پاکستان او افغانستان تر منځه د تورخم لاره نن په دويمه ورځ هم د مسافرو او مال وړونکو ګاډو تګ راتګ لپاره تړلې وه چې له سببه یې ډرايوران او مسافر د ستونزو سره مخ وو. پاکستاني چارواکو تراوسه پورې په دغې اړه څه نه دي ویلي، خو افغان طالبانو ويلي چې پاکستاني چارواکودغه لار د هرقسمه تګ راتګ لپاره تړلې ده.
د ملګرو ملتونو تر مخه په طبي ادارو کې د جینکو په زده کړو د طالبانو بندیز په دغه هیواد کې د روغتیا څانګه د ګواښونو سره مخ کوي. پوهان زیاتوي په افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه کمولو لپاره پکار ده تربیه شوې مېرمنې د صحت په څانګه کې شاملې شی او د جینکو په زده کړو بندیز لرې کړی شي.
د امریکې او یوکراین په اړیکو کې بې باوري مخ په زیاتیدو ده. د واشنګټن په خبرو اترو کې وروستیو بدلونونو دا ویره راپورته کړې چې کیدلی شي یوکراین د سولې یو غیرمناسبه تړون ته مجبوره کړی شي یا د امریکې د ملاتړ نه بغیر روس سره د مقابلې ته پرېښودل شي. د وي او اې رپورټ ارباب محمود علی وړاندی کوي
د پېښور تاریخي ایډورډز کالج کې د ذدکونکو ډرامه سوسایټۍ د ھومر "ټروې" یوہ تاریخي ډرامه په سټیج وړاندي کړې ده. ایډورډز کالج کې دغه ډرامه پرله پسي دري ورځی پہ سټیج و ښودل شوہ چې پہ ګنړ شمېر کې کتونکي ننداری ته ورتلل۔ د ډیوہ خبریال حمید اللہ د ډرامې کردارونو او کتونکو سرہ خبری کړي. تفصیل یي وګورئ
د کورمې ضلعې د اوچت او مندوري سيمو کې امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د ګن شمېر شکمن وسله والو د نيولو دعوہ کړیدہ۔ خيبر پښتونخوا کې انتظامي چارواکو ويلي شکمن تنان په اوچت، مندوري او ډډکمر سيمو کې نيول شوي دي او د نورو لتون روان دى۔ نور جزيات عثمان خان او فريد شينواري په دې رپورټ کې درکوي
د حکومت فعالیت ښه کولو لپاره د صدر ټرمپ ځانګړي استازي ایلان مسک د ښي اړخه امریکایانو یوې غونډې ته اره په لاس په سټېج ښکاره شو. نوموړي ته دغه اره د ارجنټاین صدر هاوییر ملايي د ډالۍ په توګه ورکړه. . د وي او ای ډیوه خبریال نفیس ټکر د غونډې د ځای نه تاسو ته دا وېډیو وړاندې کوي.
څېړونکي وايي په وفاقي او صوبایی کچه د هڅو سربیره، پاکستان کې شاوخوا ۲۶ لکه ماشومان د سکولونو څخه بهر پاته دي چې اسباب یی د فنډونو کمی او د ځينې سيمو د خراب امنیتي وضعې په ګډون د سکولونو خراب حالت دی. نور تفصیل د اسلام اباد څخه رابعه پیر وړاندې کوي.
د وي او اې ډیوه په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې مو دا ځل له ځوان یمي خان سره خبرې کوو، چې د یو هنرمند سره سره هغه د یمي سټوډیو مالک هم دی. د خپرونې کوربه وکیل خان دی
نور کتل