د کوزې کورمې اوسېدونکو د تېرکال د نومبر په ۲۲مه په بګن بازار او شاوخوا کورونو باندې شوي يرغل په ضد احتجاج پېل کړی، له حکومته يې غوښتلي چې د هغوی غوښتنې دې ومنلی شي.
نن د جنورۍ 24مه د تعلیم د نړیوالې ورځې په توګه په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د پاکستان د حکومتي چارواکو تر مخې 22.8 میلیونه ماشومان پاکستان کې د سکولونو نه بهر دي. خو څیړونکي دا شمېره د 25 میلینو نه زیاته ښایي، چې پکې 4.7 ميلينه ماشومان د خېبر پښتونخوا هم شامل دي.
د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د ناکراره صوبې بلوچستان په ږوب سیمه کې یې افغانستان نه د ترهګرو د را اوښتو هڅه شنډه کړې اؤ شپږ ترهګر یې وژلي دي.
د پاکستان پوځ پرون په 19مه جنورۍ مازيګر ناوخته ويلي، د افغانستان څخه د بلوچستان صوبې د ږوب ضلعې په سمبازه کې د تحريک طالبان پاکستان پينځو وسله والو ډلې د راوړېدو هڅه کوله، پوځ یې مخه نيولې، د وسله والو سره یې مقابله شوې او پينځه سره یې وژلي دي.
د خېبر پښتونخوا د ناکراره قبایلي ضلعې کورمې په بګن سيمه کې د نامالومه وسله والو له خوا د مرستو ګاډو په قافله شوي بريد کې د دوؤ امنيتي عسکرو په شمول 8 کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر ضلعې په تيرا علاقه کې یې د استخباراتو په بنياد هدفي عمليات کړي، 22 وسله وال یې وژلي دي.
پښتونخوا اسمبلۍ وفاق او نورو صوبو ته په يو قرارداد کې ويلي، د پخوانۍ فاټا پښتونخوا صوبې سره ضم کېدو په وخت چې کومې وعدې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، دغه قرارداد په متفقه توګه منظور کړل شوی، د وفاق او نورو صوبو نه غوښتنه شوې چې د وعدې مطابق دې د ضم شوو ضلعو د پرمختګ د پاره فنډونه جاري کړی شي.
د افغانستان سره په پولې پرتې د خېبرپښتونخوا نا ارامه ضلعې شمالي وزيرستان د میرعلي اوسېدونکو د ناامنۍ له امله د علاقې څخه کډې کول پيل کړي دي.
د پاکستان پوځ دعوه کړې، شمالي وزیرستان کې یې په دوه مختلفو ځايونو کې عمليات کړي، نهه وسله وال یې وژلي او دوه یې نيولي دي.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ټانک، لکي مروت، او ډېره اسماعیل خان کې درېو بیلا بیلو پېښو کې د ماشومانو او ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د خېبرپښتونخوا ناامنۍ سره مخ بر جنوبي وزیرستان ضلعه کې د سب ډويژن منتخب چيرمېن په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم د فعالو پرضد مقدمه درج کړل شوې ده.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د کورمې ضلعې د امن معاهدې وروسته لا هم د کورمې لاره نه ده پرانستل شوې او قافله نه ده روانه شوې. د پښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو مشير بېرسټر سېف ويلي، د کورمې امن معاهده په ځای ده، په ټولو خبرو به یې عمل کول يقيني کولی شي،.
نور کتل