وایټ هاوس وویل تر څو چې د کډوالو وړمبی جهاز کولمبیا ته نه وي رسېدلی د کولمبیا د ځینو چارواکو خلاف به د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت د ویزو پابندۍ او د کولمبیا په ضد د کسټمز سخته کتنه به برقرار وي
د وایټ هاوس ترجمانې کېرولاین لوېټ په اېکس پو پېغام کې وویل د ټرمپ حکومت د زیارت په ورځ ۵۳۸ کسان ګرفتار کړل، ټول يې غېرقانوني مجرمان وبلل او ويې وېل په نیول شویو کسانو کې د وېنېزوېلا د زندان د ګېنګ کسان او داسې تنان هم شامل دي چې د جنسي جرمونو په سر سزا شوي دي
رېټکلېف به اوس د يوې داسې ادارې مشري کوي چې ټرمپ او د هغه د ريپبلېکن پارټۍ غړو پرې تنقید کړی چې د یوکرېن، افغانستان او د منځي ختیځ په شان ځایونو کې د اهم پرمختګونو په اړه معلومات نه لري او که معلومات يې لرل هم نو دا يې د مخکني حکومت د تګلارو په دفاع کې استعمال کړي دي
د روبیو د مجوزه سفر په اړه وړمبی خبر د امریکې پولېټيکو خبري ادارې ورکړو او ويې وېل توقعو ده چې روبيو پاناما، ګوېټی مالا، اېلسېلوېډور، کوسټاریکا او ډومېنین ريپبلېک ته تګ وکړي
بوزېل کنزروېټیو یا زاړه پاله سیاسي فعال او لیکوال دی او د هغه د څېړنې اداره وايي په مطبوعاتو او په عام ثقاقت کې د ازاد خیالۍ د تعصب مخنیوي دپاره هلې ځلې کوي. اېم ار سي وايي زاړه پاله اوازونه د خاموشه کولو په سر يې د ټېکنالوجي د کمپنیو مخالفت هم کړی دی
ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې وویل په سټارګېټ به کار په سمدستي توګه شروع کړی شي چې په ای ايي کې جدید پرمختګونه وکړي او په کې به لوی لوی ډېټا سېنټرې جوړېږي
د امریکې نوي خارجه وزیر وویل د خارجه تګلارې په کوښښونو کې به بنیادي سفارتکارۍ ته توجه ورکول کېږي، د هغه ثقافتي او سیاسي مسلو نه به توجه لرې کولی شي چې د ملک دننه اختلاف پېدا کوي او په خارجي کچه غېر مقبوله دي
رووبيو وویل د ټرمپ خارجه تګلارې ته به وده ورکوي او د دې تګلارې بنیادي هدف په نړیواله کچه جنګ ختمول او امن ته وده ورکول دي. خو هغه زیاته کړه د امن په تکل کې به امریکا هېڅ کله هم په خپلو قومي مفاداتو سودا نه کوي
ټرمپ د دې نه مخکې هم د پاناما نهر د واک اختیار ترلاسه کولو خبره کړې وه او د پاناما صدر هوزی راول مولینو ورته سخت جواب وېلی و او د ګل، دوشنبې، په ورځ يې دغه دریځ تکرار کړو. مولینو وویل پاناما نهر د پاناما دی او همېشه به د پاناما په ملکیت کې وي
په وایټ هاوس کې د ملاقات وروسته بایډن او ټرمپ په یو موټر کې د کانګرس ودانۍ ته ورغلل او په هغه دستوره کې يې شرکت وکړو چې ټرمپ په کې د صدر په حېث د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو
خپل تقریر کې ټرمپ لوظ وکړو چې د مخکني حکومت برعکس به يې حکومت امریکایانو ته د ملک دننه تحفظ ورکوي او په نړیواله کچه به جنګونه ختموي او د هېواد وسایل به د امریکایانو په ترقۍ او سوکالۍ خرچ کوي
د امریکې د کانګرس په ودانۍ کې په یوه خصوصي دستوره کې ټرمپ د صدارت د دویمې دورې سوګند پورته کړو
نور کتل