لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پخواني وزیراعظم شاهد خاقان اؤ نورو مخالفو مشرانو د واکمن ګوند سوؤنو فعالینو برید کړی


دخالي په ورځ د وزیراعظم عمران خان لخوا پارلیمان څخه د باور د رایې ترلاسه کولو په مهال دپارلیمان د ودانۍ مخې ته ورټول شوي د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف په سوؤنو کارکنان د مخالفې ډلې مسلم لیګ نواز د مشرانو سره لاس اؤ‌ ګریوان شوي.

دمسلم لیګ نواز ګوند مشران وایي وزیراعظم عمران خان اؤ دحکومت نه یې لاره خطا شوې اؤ اوس یې سوچه بدمعاشۍ ته لاس اچولی دی خو هغه په داسې ناوړه حرکتونو نور هم د ولس اؤ نړۍ مخې ته رسوا کیږي.

ټاکل شوې وه دخالي په ورځ وزیراعظم عمران خان دپارلیمان څخه دباور رایه ترلاسه کوي اؤ په دغه مهال چې کله عمران خان اؤ نور حکومتي مشران اسمبلۍ ته ورټول شول نو دمسلم لیګ نواز ګوند مشرانو هم وغوښتل دپارلیمان د ودانۍ مخې ته رسنیو سره خبرې وکړي.

کله چې پخوانی وزیراعظم شاهدخاقان عباسي، دمسلم لیګ وتلی مشر احسن اقبال،دپارلیمان غړی رانا ثناء الله، دمسلم لیګ نواز ګوند ویانده مریم اورنګزیب اؤ‌ نور مشران رسنیو سره دخبرو په حال کې وؤ په دغه مهال دپارلیمان مخې ته ورټول شوي دتحریک انصاف په سوؤنو فعالین دمسلم لیګي مشرانو نه چاپیره شوې اؤ په هغوئ پسې د غلو اؤ ډاکوانو نعرې ووهلې.

د تحریک انصاف ګوند دغو فعالینو د مسلم لیګ مشرانو ته لاسونه هم وراچولي چې په سوشل میډیا دهغې ویډیوګانې خپرې شوې دي.

په ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې دتحریک انصاف یو شمیر پاریدلو غړو په پخواني مرکزي وزیر اؤ دمسلم لیګ په وتلي مشر احسن اقبال دڅپلۍ ګزار کړی، د مسلم لیګ نواز ویاندې مریم اورنګزیب اؤ نورو مشرانو ته یې دیکې ورکړل شوي اؤ ځېنو مشرانو ته لاسونه هم وراچول شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي دپارلیمان وداني چې په کوم ځائ کې ده هغه ریډ زون دی اؤ عام خلک ورته د ورننوتلو اجازه نه لري خو بیا هم دسحر نه دغلته د تحریک انصاف په سوونو فعالین ورټول شوي وؤ چې دا د قانون پځائ کوونکو ادارو په کردار پوښتنې راولاړوي.

د پارلیمان د ودانۍ مخې ته دا اخ و ډب دپاکستان ټي وي چینلو نیغ په نیغه ښودلو اؤ په دغه موقعه نه لیدل کیدل چې پولیسو یا د رینجرز ځواکونو د واکمن ګوند دفعالینو مخه نیولې وی.

تر دغه اخ و ډب وروسته مریم اورنګزیب رسنیو ته ویلي اوس حکومت ښکاره بدمعاشۍ ته لاس اچولی اؤ نن یې خپل غنډه ګان یا بدمعاشان دپارلیمان مخې ته راټول کړي وؤ.

هغه وویل “د پي‌ ټي ایي کارکنانو ته وایم زه د غرونو سړی یم،مخامخ راشئ چې په اسټریچر اؤ ایمبولینس کې مې ونه لیږلئ نو زما نوم به شاهد خاقان عباسي نه وي”

پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل دحکومتي ګوند غړو په ښځه (مریم اوزنګزیب) هم لاس پورته کړی اؤ له دې د حکومت د وارخطایۍ ښه اندازه خلک کولی شي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په دې پېښه خپل غبرګون کې ویلی هرکله چې د هر لوري نه څوک پرله پسې د ذلت اؤ ماتې سره مخ وي اؤ اقتدار یې هم دلاسه په وتلو وي نو بیا د مازغو داسې اوښتو باندې پوهیدل اسان وي.

په ټوئټر هغې لیکلي شاهد خاقان عباسي، احسان اقبال مصدق ملک ،مرتضا جاوید عباسي اؤ مریم اورنګزیب د ازمرو په څېر د ووټونو د غلو اؤ بدمعاشانو مقابله کړې ده.

حکومت اؤ د اسلام اباد پولیسو د مخالف ګوند مسلم لیګ نواز په مشرانو د شوؤ دې بریدونو په هکله تر اوسه خپل دریځ نه دی روښانه کړی

Recommended

XS
SM
MD
LG