لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې لومړی ځل د کرکټ تمریناتي لوبه وګټله


واشنګټن ـــ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په لومړي ځل د شلو اوورونو د نړیوالو لوبو په دویمه تمریناتي لوبه کې- چې نن په دوبۍ ښار کې وشوه- ویسټ انډیز ته په 56 رنزونو ماتې ورکړه.

افغانستان د ټاس له ګټلو وروسته لومړی د بېټنګ پرېکړه وکړه او د تېرې لوبې غوندې محمد شهزاد او حضرت ځاځي لوبه پیل کړه. ځاځي او شهزاد د لومړۍ ویکټې لپاره د 90 منډو ملګرتیا وکړه.

محمد ځاځي په 35 بالونو کې 56 رنزونه جوړ کړل، محمد شهزاد هم په 35 بالونو 54 رنزونه وکړل.

افغانستان ویسټ انډیز ته د 190 رنزونو هدف وټاکه، د ویسټ انډیز لوبډلې په 20 اورونو کې د پینځو لوبغاړو په آوټ کېدو سره یواځې 133 رنزونه جوړ کړل.

په نړیوالې شل اووریزو لوبو کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په 25 ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG