د کابل پوهنتون د لسو کلونو استاد احتجاجاً استعفی ورکړې او خپلې ډګرۍ یې سوځولې دي
اسماعيل مشال لس کاله د کابل په دریو یونیورسټو کې درس ورکړی خو د طالبانو د خوا په ښځو د لوړو زدکړو د بندیز وروستو يې نه یواځې استعفی ورکړې، په ټيليوژن یې نېغه په نېغه خپرونه کې خپلې ډګريانې هم شلولې دي. وايي که سر يې هم ځي، ښځو ته د حقونو له مبارزې به په شا نه شي. تفصيل د ارباب محمود علي په رپورټ کې: