لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: د افغانستان خاوره د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کاريږي، طالبانو د وړاندې نه دا دعوه رد کړې ده


د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف دعوه کړې چې "د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف د ترهګرۍ دپاره کاريږي"، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د پاکستان د دفاع وزير تازه بيان کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو له دې وړاندې طالبانو دغه ډول دعوې رد کړي او بې اساسه يې بللي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر دغه خبره تيره شپه [دويمه جنورۍ] د جيو ټي وي په پروګرام کې کړې ده، نوموړي پرون د پاکستان نېشنل سېکیورټي کمېټي یا د قامي سلامتیا کمېټۍ په غونډه کې ګډون کړی دی.

د قامي سلامتۍ په غونډه کې د کوم ملک د نوم اخستو بغېر ويل شوي وو، "پاکستان به هېڅ یو ملک ته به اجازت نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او سهولتونه ورکړي او پاکستان د حق خوندي لري چې د خپل ولس تحفظ وکړي".

له دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي وو چې که د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له خوا پاکستان ته خطره پېښه شي او که افغانستان د تندلارو مرکزونه هلته له منځه یونه سي او خلک یې پاکستان ته ونه سپاري، نود پاکستان سره ګنې دا قانوني صلاحیت شته چې په افغانستان کې دننه د تندلارو مرکزونه پخپله وځپي. د پاکستان داخله وزیر دا خبرې د اېکسپرس نیوز سره په مرکه کې کړې وې.

د رانا ثنا الله دغو خبرو ته د طالبانو دفاع وزارت، چې مشري یې د ملا یعقوب مجاهد په غاړه ده او هغه د ملا محمد عمر زوی دی، د اتوار/یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په جاري کولو سره غبرګون ښودلی، او د رانا ثناالله څرګندونې يې "پاروونکې او بې اساسه" بللې وې.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي وو چې "د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي."

طالبانو دا دعوه هم کړې وه چې د پاکستاني طالبانو مرکزونه پخپله پاکستان کې دي او په دې اړه ګني شواهد هم موجود دي.

خواجه اصف ویلي، "په افغانستان واکمنو طالبانو ته يې ویلي او بيا به ورته وايي چې د دوحه په تړون کې يې ويلي وو چې خپله خاوره د ترهګرۍ ضد کارېدو ته نه پرېږدي خو د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي".

هغه ويلي، "د داسې کېدو وجوهات دي تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د طالبانو سره يو ځای د امریکا او نېټو پرضد جنګېدلي دي، پاکستان طالبانو ته تل خواست کړی دی چې ټي ټي پي په پاکستان کې د کارروايانو نه ودروي".

نوموړي زياته کړې،"په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په رابطه کې يو او مونږ هيله لرو چې د دوی سره زمونږ کومې اړيکې دي هغې ته په کتو به دوی په پاکستان کې د ترهګرۍ مخه ونيسي او خپله خاوره به د پاکستان ضد کارېدو نه پرېږدي".

خواجه اصف ويلي، "د پاکستان يوه انچه ځمکه د [ټي ټي پي] سره نشته د هغوی ډېر شتون په افغانستان کې دی".

تيره میاشت په 18 دسمبر په بنو کې د سي ټي ډي د مرکز يرغمال کېدو په وخت تحريک طالبان پاکستان دعوه کړې وه چې د قبايلي علاقو ځينې پراخه علاقې يې په قبضه کې دي، دغلته يې وسله وال د مشرتابه سره موجود دي او دوی ته د افغانستان د خاورې کارولو ضرورت نشته.

ټي ټي پي په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د ډز بندۍ ختمولو وروسته يې بیا د ډېرو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه خواجه اصف ويلي، "په تير حکومت کې د ټي ټي پي سره مذاکرات شوي، د پوځ پخواني مشر جنرل باجوه او د ايي اېس ايي مخکني مشر جنرل فېض پارلمیان ته په دغه اړوند احوال وړاندې کړی، خو دغو مذاکراتو کومه نتيجه نه ده ورکړې. بيا د ټي ټي پي ځینې خوشي کړی شوي او بيا ځينې کسان سوات او پخوانۍ فاټا ته راغلي خو دوی د کوم تړون لاندې نه وو راغلي او نه تراوسه پورې د ټي ټي پي سره کومه معاهده شوې ده".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [درېمه جنورۍ] په ټويټر ویلي، پرون د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.

هغه ويلي، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته ته اسانتياوې ورکوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG