لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې سي ټي ډي عملیات کړي، يو ترهګر او په نښته کې يو سپاهي هم وژل شوی


د خېبرپښتونخوا پوليسو ویلي، د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي په مردان کې عمليات کړي، د ترهګر پرضد عملياتو کې یو سپاهي او ترهګر هم وژل شوی دی.

د پوليسو په وېنا سي ټي ډي د مردان د تحت بايۍ په سري بهلول علاقه کې د ترهګر د نيولو دپاره چهاپه وهلې، خو ترهګر د سي ټي ډي په غړو ډزې کړي چې پکې يو سپاهي عثمان شاه وژل شوی دی.

او بيا په ځوابي ډزو کې ترهګر مولوي فواد هم وژل شوی دی.

پوليسو په دغه اړوند نور جزيات نه خپاره کړي چې وژل شوی مولوي فواد څوک وو.

تحریک طالبان مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ويلي، چې مولوي فواد یې ملګری وو، او د پوليس د بيان په رنګ ټي ټي پي هم دغه پېښه تاييد کړې ده.

په ټولنيزو رسنیو ځینې کسانو دعوې کړي چې د وژل شوي تن د داعش خراسان سره تعلق وو خو داعش يا سي ټي ډي په دغه اړوند په خپله څه نه دي ويلي.

خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې نورې سېوا شوي دي.

د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د پوليسو په تاڼه وسله وال برید او بيا چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.

لکي مروت او د صوبې نورو جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د دغه ډول پېښو خبرونه ډېر مخې ته راځي.

په خېبرپښتونخوا کې په روانه ناامنۍ پښتانه سياستوال او څیړونکي اندېښنې څرګندوي چې مرکزي حکومت د ترهګرۍ او ناامنۍ په اړوند تش بيانونه ورکوي، د مخنيوي په اړوند یې عملي ګامونه نه پورته کوي.

او ځينې سياسي ګوندونه وايي چې د خېبرپښتونخوا جنوبي او ځینې قبايلي ضلعو کې د وسله والو فعالیتونه ډېر سېوا شوي دي.

خو د لکي مروت د تازه پېښې وروسته د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو،

“ ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي“.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG