لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني ډرامو نه دمینې پځائ تشدد ولې نه ویستل کیږي؟دڅېړونکو پوښتنه


پاکستان کې دمیډیا دڅار دولتي ادارې پیمرا پخپلو تازه سپارښتنو کې ویلي چې د ټي وي ډرامه کې دغیږ نیونې یاغاړې ورکولو،ښکلولو،دکټ یا بیډ دښودلو، اؤ دلنډو تنګو جامو اچولو نه ډډه وکړل شي.

په دې وروستیو کې دپیمرا لخوا مخې ته راغلو لیکلو سپارښتنو کې ویل شوي چې پاکستان کې د ټي وي چینلونه په ډرامو کې د واده کړو کسانو ترمنځ دمینې ډکې خبرې،غیږنیونې ،بیډ اؤ لنډې تنګې جامې د زیات ګلیمر سره ښایي چې دا داسلامي تعلیماتو اؤ پاکستاني ټولنې داقدارو نه سوچه سرغړؤنه ده ځکه نو ددې نه باید ډډه وکړل شي.

خو څېړونکي اؤ ډرامه لیکونکي بیا د پیمرا دا لارښوونې د ډرامې پسر یو لویې ګزار بولي اؤ وایي هرکله په ټولنیز ژوند یا کلتور کې دا ټولې خبرې شته نو بیا د ژوند دعکاسې درامې نه په کول دلیل وویستل شي؟

ستر لیکوال اؤ څېړونکی ښاغلی اکبر هوتي وایي پیمرا چې دپاکستانۍ ډرامې په کومو برخو قدغنونه لګول غواړي دا بیخي بې ځایه دي اؤ پکار ده چې دا اداره ډرامو کې د قتل وقتال، وینو توئیولو ،جګړو اؤ نفرتونو په ښودلو بندیزونه ولګوي.

دپیمرا دسپارښتنو داعلامیې دعکس یوه برخه
دپیمرا دسپارښتنو داعلامیې دعکس یوه برخه

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي هوتي وویل په ډرامه ، فلم اؤ سټیج چې څه ښودل کیږي نو دا د یوې ټولنې د ورځني ژوند یا کلتور اظهار وي اؤ که په ډرامه کې د کلتور سم اظهار کیږي اؤ په هغې بندیزونه لګي نو دا مناسبه خبره نه ده.

اکبر هوتي وایي "کومه خبره چې دپیمرا سپارښتنو کې د غیږې نیولو یا ښکلولو شوې نو ډرامه کې خو یوازې دعاشق اؤ معشوق خبره نه وي، په هغې کې چې زمونږه کومې مقدسې رشتې دي نو دهغې اظهار پکې هم وي،لکه پلار به دلور سره مینه کوي،مور به د زوئ سره مینه کوي،نو دا ټول هغه څېزونه دي چې زمونږ ټولنه کې شته اؤ په ډرامه کې هم دا ښودل کیږي"

ښاغلی فریدالله شاه حساس چې دپاکستان د سرکاري ټي وي دپاره یې ګڼ شمیر ډرامې لیکلي هغه هم په دې نظر دی چې ډرامه د ورځني ژوند عکاسه وي اؤ دې نه که د سین یا پارټ دضرورت مطابق غیږنیونه، ښکلول یا مینه ویستل کیږي نو ژوند به نیمګړی کیږي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي فریدالله شاه حساس وویل د ډرامې خپل ضرورتونه وي اؤ دې کې هغه څه ښودل کیږي کوم چې زمونږ په ورځني ژوند یا ټولنه کې وي.

دهغه په وینا “اوس که په یو جذباتي سیند کې پلار لور په غیږ کې نیسي یا رور خور له غاړه ورکوي، یا مور ځوئ ځانته راجوختوي نو دا خو فطرتي خبرې دي اؤ زمونږ ټولنه کې شته، که دا خبرې مونږ د ډرامې نه وباسو نو بیا ډرامه زمونږ د ټولنیز ژوند ترجماني نه شي کولی”

هغه وایي دا سمه ده چې دهرې ټولنې خپل اقتدار وي اؤ په یوه اسلامي ټولنه کې دبې حیایۍ مخه که نیول کیږي بده خبره نه ده خو د ډرامې نه بیډ یا کټ ویستل یا غیږ نیونه اؤ ښکلولو باندې بندیز لګول ددې سره هیڅ تړاؤ نه لري

“ګوره که مونږ یو کور یا کوټه ښایو نو هغې کې به کټ هم پروت وي اؤ په دغه کټ به ښځه اؤ خاوند ناسته هم کوي ، نو که په ډرامه کې دا وښودل شي دا خو بي حیایي نه ده”

څېړونکی اکبر هوتي بیا وایي کوم شي ته چې په ریاستي توګه په ډرامه یا فلم کې پاملرنه پکار ده هغه تشدد دی اؤ له بده مرغه دغې لوري ته پاملرنه نه کیږي.

داکبر هوتي په وینا “تر اوسه پورې مونږه دکلاشنکوف کلچر یا د دښمنیو نه په ارام نه شو اؤ زمونږ په ډرامه کې دا شیان ډیر زیات په شدت سره ښودل کیږي اؤ هم زمونږ په ډرامه کې پردي کلتورونه ښودل کیږي نو فکر په دې پکار دی چې باید ددې مخه څنګه ونیول شي”

نوموړی زیاتوي “مونږ چې کله ایټوریل یا پالیسۍ ګورو نو هغې کې درې شیان ډیر مهم وي یو دا چې باید هغې کې د ریاست په ضد خبره نه وي،یا دې د یو مذهب اؤ کلتور په ضد پکې څه شامل نه وي یا دې په هغې کې دیو قام،نسل یا یوې ژبې نه دکرکې اظهار نه وي”

اکبر هوتي وایي پاکستان کې هم باید په یوه ډرامه یا فلم کې ددغو شیانو څارنه وشي ځکه چې ددې په ټولنه ډیرې بدې اغیزې کیږي اؤ دا د ریاست ذمه واري ده چې کومو شیانو ته یې پاملرنه پکار وي باید هغې ته خپل پام وګرځوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG