د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وايي په جنوبي وزیرستان کې د وران شوو کورونو سروی عمل روان دې او په دې سروې کې تر اوسه د 90 زره نه زیات کورونه شمار کړی شوي دي.
دپښتو فلمونو وتلي ستوري امان دنیمې پیړۍ نه زیاته موده په فلمي نړۍ کې تیره کړې اؤ اوس یې د ژوند دغه تجربې ،مشاهدې اؤ یاداښتونه په کتابي شکل کې مخې ته راوړي دي.
دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلی محمود خان په ضد دسازشونو په تور تیرکال دهغه دحکومت نه ویستل شوي دوه صوبایي وزیران عاطف خان اؤ شکیل خان سره دنورو دوؤ نوؤ وزیرانو یو ځل بیا په صوبایي کابېنه کې شامل کړل شوي دي.
د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پرضد دوه مقدمې درج شوي او پوليسو د یو ځايي خبریال په ګډون شپږ کسان نيولي دي.
په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله نور 118 کسان مړه شوي او نور 4318 په دې وايرس اخته شوي دي، د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې 76زره 34 کسان د کرونا ناروغان دي.
پاکستان پيپلز ګوند د تحریک انصاف د حکومت پرضد د مخالفه ګوندونو جوړ غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم) د ټولو عهدو څخه استعفا ورکړه.
د خېبرپښتونخوا په کرک سیمه کې نامعالومو کسانو یو ځایي خبریال وسیم عالم په ډزو وژلی دی،
پاکستان کې دکرونا وایرس دریمه څپه لا پسې ګړندۍ شوې اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې دتیر یو شواروز په مهال دسږکال په اوږدو کې په دې وایرس تر ټولو زیات 114 کسان مړه شوي دي.
پولیس وایي دخیبر پښتونخوا دشانګلې په پورن دکوهات دلاچۍ په سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو دوه پلاران اؤ دهغوئ څلور زامن وژل شوي اؤ وسله وال له موقعې څخه تښتېدلي دي.
دپاکستان دپنجاب ایالت دحلقه این ای 75 ډسکه څخه دقامي اسمبلۍ په خالي شوې چوکۍ سر دوباره ټاکنې دسختې مقابلې وروسته دحکومت مخالفه ګوند پاکستان مسلم لیک نواز کاندید نوشین افتخار دشپاړس نیمو زرو نه په زیاتو ووټونو ګټلې دي.
دپاکستان دپنجاب ایالت په فیصل اباد ښار کې دضلعي روغتون د دوؤ نرسانو په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې ده اؤ د هسپتال مامورینو ددغه نرسانو په ضد احتجاجي مظاهره هم کړې ده.
د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په تخت بايي علاقه کې د يو جومات امام نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی، لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې ده.
نور کتل