لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د پوليو ډيوټۍ له روان پوليس اهلکار وسله وال بريد کې وژل شوی


د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن کې د ساتنې ډيوټۍ له په لاره روان پوليس اهلکار د نامعلومه وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.

دا پېښه نن په درېمه فرورۍ په داسې وخت کې شوې چې پاکستان کې د روان کال 2025م د پوليو ضد څاڅکو لومړی قامي کمپېن پيل شوی دی.

د خېبر پوليسو وي او اې ډيوه ته وويل، پوليس اهلکار عبد الخالق په موټر سايکل د پوليو ډيوټۍ له روان وو، د جمرود تاڼې بکر اباد پټې اوبه علاقه کې پرې نامعلومه وسله والو بريد کړی، او وژلی یې دی.

د پوليس چارواکو په وينا، د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عملیات شوي خو کومه ګرفتاري نه ده شوې.

چارواکي وايي، په علاقه کې د پوليو کمپېن نه دی ځنډول شوی.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپېن نن په درېمه فرورۍ پېل شوی دی.

د چارواکو په وينا، کمپېن کې به د 65 لکه او 37,000 نه زياتو د پينځو کالو نه د کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

چارواکو ويلي، د کمپېن دپاره 39,842 ټيمونه جوړ کړل شوي او 50,000 پورې نزدې ساتونکي به یې د امنيت دپاره په ځای وي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه، تېر کال په ملک کې د پوليو 73 پېښې رپورټ شوې، زیاتې 27 په بلوچستان او 22,22 په خېبرپښتونخوا او سيند کې معلومې شوې وې، يوه يوه پنجاب او سيند کې رپورټ شوې وې.

پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی. حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.

خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG