د خېبر ضلعې لنډیکوتل اوسېدونکی محمد ارشاد د پولیو ځايي افسر دی چې پخپله د یو کال په عمر کې د پولیو وایرس ښکار شوی، وايي د پولیو قطرو نه زیات انکاري خلک يي په دي خبره قانع کړي چې هغه د پولیو قطرو نیشتوالي له وجې د تلعمري معذورتیا ژوند تېروي
پاکستان نه په ۲۰۲۱م کې تر دې دمه د پوليو وايرس ړومبي ډول ۱ او دويم ډول ۶ کېسونه رپورټ شوي دي چې يو پکښي د خېبرپښتونخوا نوښار نه راغلي دی
احتجاج کونکي وايي ماشومانو ته د پوليو څاڅکو رسولو او د دغه وايرس مخنيوي په لار کې یي يو شمېر کارکوؤنکو ژوند هم ورکړی دی، د پوليو کېمپين په دوران يي په زرګونو هغه خلک یې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو په ورکولو قانع کړي دي چې مخکې انکاریان وو
دغه وايرس د پاکستان نه افغانستان او بيا واپس پاکستان ته راغلی دی۔ دغه شان مصر، ايران، د افريقي هيوادونو چاډ, سوډان، بينين او نائجيريا کې هم د يو نه بل هيواد ته خور شوی دی
په پاکستان کې د روان کال 2021 د پوليو لومړۍ پېښه د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله کې مالومه شوې ده، د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکو يې تاييد کړی دی.
د مردان ډويژنل کمشنر منتظر خان وايي د چيف سيکرټري په وينا ضلعي انتظامې غړو پخپله پوليو مهم نګراني کړی اوخلک یي قانع کړي چې ماشومانو ته د په پوليو ضد قطرې ورکړي
د مور او پلار د انکار، د سفر او د پولیو کېمپېن په مهال د ماشومانو په کور کې د غېر موجودګۍ په سبب، د چارواکو په وېنا، دغه 305464 ماشومان د پولیسو وېکسین نه محرومه پاتي شوي دي
د خېبرپښتونخوا په کرک سیمه کې د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې نامالومو کسانو ډزې کړي، او د ټيم په ساتنه مامور پولیس يې وژلی دی.
په پاکستان کې نن د ګل/دوشنبې د ورځې [اا جنورۍ] نه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شو. دا د 2021م کال په ملکي کچه لومړی کمپاين دی.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلع کې يوه ماشومه د پوليو ښکار شوې ده. په بلوچستان کې د پوليو وهلو شمېرې 26 او په ملک کې دا شمېرې 84 ته ورسېدې.
د خېبر پښتونخوا د پولیو اېمرجنسي اپرېشن سنټر د ویاند لخوا په دغې اړه خپور شوي یو بیان کې د زنانه کارکونکو لخوا لګول شوي تورونو په اړه ویل شوي، ٫٫ د دغه تورونو پلټنې پېل شوي او د پوره پلټنو وروسته به یې معلومات خپروي.٬٬
د پاکستان د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله کې يو بل ماشوم پوليو وهلی دی، د دغه ماشوم د پوليو ښکار کېدو سره په صوبه کې د پوليو شمېرې 25 ته ورسېدې.
نور کتل