پاکستان کې د روان کال 2025م د پوليو دويمه پېښه رپورټ شوې، د پوليو د مخنيوي پروګرام وايي، ليبارټرۍ په 12مه فرورۍ د سيند صوبې د بدين ضلعې څخه دا پېښه تاييد کړې ده.
له دې وړاندې د روان کال د پوليو لومړۍ پېښه د خېبرپښتونخوا ډېره اسماعیل خان کې معلومه شوې وه.
پاکستان کې تازه پېښه په داسې وخت کې رپورټ شوې، چې د سږني کال د پوليو لومړی کمپېن د درېيمې فرورۍ څخه نهمې فرورۍ پورې سر ته رسېدلی دی.
د پولیو ضد پروګرام دعوه کړې، په کمپېن کې د ټاکلي هدف 99 فيصده ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي يا وېکسين ورکړل شوي دي.
ويل شوي، پنجاب کې 100 فيصده، سيند کې 101 فيصده، خېبرپښتونخوا کې 93 فيصده او بلوچستان کې هم 100 فيصده ماشومان ويکسين شوي دي.
هم دوه ورځې وړاندې پاکستان کې د تېر 2024م کال د پوليو بله پېښه رپورټ شوې، چې ورسره په تېر کال کې د پوليو د پېښو شمېره 74 ته رسېدلې ده، دغه پېښه هم په سيند صوبه کې معلومه شوې وه.
پاکستان کې تېر کال د پوليو په رپورټ شوو پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوې وې، سيند صوبه کې 23، خېبرپښتونخوا کې 22، پنجا او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې ده.
پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum