لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې د تېر کال د پوليو بله پېښه رپورټ شوې، شمېره یې 74 ته ورسېده
تازه خبر

پاکستان کې د تېر کال د پوليو بله پېښه رپورټ شوې، شمېره یې 74 ته ورسېده


پاکستان کې د تېر 2024م کال د پوليو بله پېښه رپورټ شوې ده، تېر کال کې د پوليو د پېښو شمېره 74 ته رسېدلې، تازه پېښه د سیند صوبې شکارپور کې معلومه شوې ده.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د تېر کال دسمبر په 15مه نېټه د ماشوم څخه د پوليو نمونې اخستل شوې او پرون په 11مه فرورۍ يې ريجنل رېفرنس ليبارټرۍ کې تاييد شوی دی.

پاکستان کې تېر کال د پوليو په رپورټ شوو پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوې وې، سيند صوبه کې 23، خېبرپښتونخوا کې 22، پنجاب او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې ده.

پاکستان کې سږ کال 2025م کې يوه پېښه رپورټ شوې، او خېبرپښتونخوا کې معلومه شوې ده.

پاکستان کې تازه د سږني کال د پوليو لومړی کمپېن د درېيمې فرورۍ څخه نهمې فرورۍ پورې ترسره شوی دی.

د پولیو ضد پروګرام دعوه کړې، په کمپېن کې د ټاکلي هدف 99 فيصده ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شوي دي.

ويل شوي، پنجاب کې 100 فيصده، سيند کې 101 فيصده، خېبرپښتونخوا کې 93 فيصده او بلوچستان کې هم 100 فيصده ماشومان ويکسين شوي دي.

په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.

حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.

خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG