د پاکستان قامي هوايي کمپنۍ پاکستان انټرنېشنل ایرلاینز، پي آی اې ويلي، سعودي عرب ته تلونکو مسافرو دپاره د پوليو ويکسين لازمي ګرځول شوي دي.
د پاکستان څخه سعودي عرب ته تلونکو دپاره د پوليو ويکسين په داسې وخت کې لازمي ګرځول شوي، چې پاکستان کې د کلونو راهسې د پوليو وايرس شتون لري او پرله پسې د دغو وايرسو څخه د ماشومانو اغېزمنېدو خبرونه ورکول کيږي.
نړۍ کې پاکستان او افغانستان دوه هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس موجود دي.
د پي آي اې وياند عبدالله وي او اې ډیوه سره شريک کړي خبر کې ويلي، د سعودي عرب حکومت لخوا نوو لارښوونو په رڼا کې مسافر د تېرو څو ورځو راهسې په هوايي اډو د ستونزو سره مخ کيږي.
خبر کې ويل شوي، د سعودي عرب د سفر نه لږ تر لږه څلور اوونۍ وړاندې د پوليو ويکسين لګول لازمي ګرځول شوي، خو د شپږو مياشتو نه زيات پخواني هم پکار نه دي.
وياند ويلي، د پوليو ويکسين د هر مسافر دپاره لازمي دي، هغه که د عمرې په ويزه وي، د سېلګرۍ په ويزه او که د اقامې يا کار وي.
خبر کې ویل شوي، د ويکسينو په سرټيفيکېټ د حکومت يا شخصي روغتون څخه مهر لګول لازمي دي.
پي آی اې سعودي عرب ته تلونکو ټولو مسافرو ته خواست کړی، هوايي اډې ته د تلو نه وړاندې دې د ويکسينو سرټيفيکېټ ځان سره په هر صورت راوړي.
ويل شوي، بې د سرټيفيکېټ به سعودي عرب ته د سفر اجازت نه ورکول کيږي. دغه لارښوونه ټولو هوايي اډو او ټولو الوتکو ته شوې ده.
خو په لارښوونه کې ويل شوي، هغه مسافر چې د سعودي عرب په کومه هوايي اډه د 12 ساعتونو څخه کم ټرانزټ کوي، هغو ته ويکسين لګول لازمي نه دي.
دوه ورځې وړاندې پاکستان کې د روان کال 2025م د پوليو دويمه پېښه رپورټ شوې ده.
پاکستان کې تازه پېښه په داسې وخت کې رپورټ شوې، چې د سږني کال د پوليو لومړی کمپېن د درېيمې فرورۍ څخه نهمې فرورۍ پورې سر ته رسېدلی دی.
پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum