لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: نښته کې دوه پاکستاني پوځيان او دوه ترهګر وژل شوي دي


د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو سيمه کې په يوه نښته کې دوه پاکستاني پوځيان او دوه ترهګر وژل شوي دي. د خالي په ورځ باجوړ کې امنیتي چیک پوستې ته شګه وړونکي ګاډي باندې بمي چاودنه کې دوه وروڼه وژل شوي دي.

پوځ د خالي- شنبې په ورځ ناوخته ويلي، د بنو په جاني خېلو کې د ترهګرو سره نښته شوې چې دوه پوځيان او دوه ترهګر پکې وژل شوي دي.

پوځ ويلي، په نښته کې وژل شوی يو 40 کلن نايب صوبېدار غلام مرتضا تعلق یې د پنجاب صوبې بهاولپور سره دی، او بل 41 کلن حوالدار محمد انور دی او د هغه تعلق هم د پنجاب صوبې د سيالکوټ سيمې سره دی.

تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ويلي، دغه نښته د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې شوې د دوو ساعتونو پورې نښته روانه وه او کارروايي تحريک طالبان پاکستان او ګل بهادر ډلې په شريکه کړې ده.

باجوړ

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا باجوړ ضلعې پولیسو ويلي، د خالي- شنبې په ورځ ماسپښين دوه نيمې بجې په واړه ماموندو کې ډبري سر ته شګه وړونکی ګاډی چې بيرته را روان وو په لار کې پرې ماين بم چاودنه شوې، د ګاډي چلوونکی او کنډېکټر یې دواړه وروڼه په چاودنه کې وژل شوي او امنيتي اهلکار ژوبل شوی دی.

سرچینې وايي په ګاډي کې امنیتي پوستې ته شګه وړل شوې وه.

د پوليس مراسله کې ويل شوي، وژل شوی ډرايور شېر ولي خان او کنډېکټر ورور یې تاج رحمان نومیږي او امنيتي اهلکار طاهر ژوبل شوی او ګاډي ته زیان اوښتی دی.

د دغه پېښې زمه واري د رپورټ جوړولو پورې چا نه ده منلې.

په 29 مې په بر جنوبي وزيرستان کې د ملېشې ځواک تښتول شوي ټېکدار خزان ګل په ډزو ويشتل شوی مړی ترلاسه شوی وو.

د مکین ټانې چارواکو ويلي وو د وژل شوي تن کورنۍ ورته ویلي چې د یکشنبې په شپه تر لسو زیاتو وسله والو کسانو هغه د کوره تښتولی وو.

د پولیسو په وینا وژل شوی ټکېدار د ملېشه ځواک سره کنټریکټر وو او د امنیتي عسکرو پوستو او قلعو ته به یې خوراکي توکي، اوبه او نور د ضرورت څيزونه رسوول.

د دغه پېښې زمه واري هم چا نه وه منلې.

د مې په میاشت کې ترهګري

د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سيکیورټي سټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځو میاشتو په پرتله د روان کال وړومبیو پینځو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصده، وژنو کې 39 فیصده او ژوبلو کې 33 فیصده اضافه شوې ده.

په رپورټ کې ویل شوي په تېره مې میاشت کې په پاکستان کې په 40 ترهګرو بریدونو کې 48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي وو.

د رپورټ د شمېرو تر مخه د مې په میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلې وې او دغلته په 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي د پاکستان دننه د مې په میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر نیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG