لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف وایي پاکستان سره یې خبرې روانې دي ترڅو زر ورسره د پور تړون ته ورسیږي


دپاکستان حکومت دعوه کړې ده چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره یې زر د مامورینو په کچه تړون کیدونکی دی چې له امله به یې اقتصادي ستونزو نه دپاکستان په وتلو کې مرسته وشي.

خو څېړونکي وایي، اوس دپاکستان سره ددې تړون ترسره کیدو لپاره ډیر لږ وخت په لاس کې پاتې شوی دی اؤ که دراتلونکو 24ؤ نه تر 48ؤ ساعتو په منځ کې دا تړون ونه شي نو دایي ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ به دپیسو ورکولو پروګرام ختم شي.

ایي ایم ایف وایي ډلې یې پاکستاني چارواکو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړی دی ترڅو د پور تړون ته زر ورسیږي.

دایي ایم ایف د ریسرچ دڅانګې مشرې نیتهن پورټر پاکستان ته دقرضې دبحالۍ په اړوند د وایس اف امریکه د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي، په تېرو څو ورځو کې پاکستاني چارواکو دخپلو پالیسو دایي ایم ایف دمعاشي اصلاحاتو دپروګرام سره همغږي کولو لپاره فیصله ییز ګامونه اخستي دي.

هغې ویلي دپاکستان پارلیمان یو داسې بجټ منظور کړی چې پکې دټیکسونو دلمنې غځولو ترڅنګ دترقیاتي اؤ سماجي لګښتونو ګنجایش هم پیدا کړل شوی دی.

دنوموړې په خبره دپاکستان لخوا اخستل شوؤ ګامونو کې دبهرني ایکسچینج مارکیټ په فعالیتونو کې دښه والي اؤ د افراط زر اؤ د اداییګیو په توازن کې دفشار کمولو لپاره مالیاتي پالیسي سختول هم شامل دي چې له امله یې په ځانګړي ډول عام خلک زیان اغېزمن شوي دي.

دپاکستان اؤ ایي ایم ایف ترمنځ دپور تړون کې یو شمیر خنډان مخې ته پراته وؤ چې هغې کې اوس زیاتره لرې کړل شوي اؤ دپاکستان حکومت هیله من دی چې ډیر زر به یې اوس ایي ایم ایف سره دمامورینو په کچه تړون ترسره شي.

دایي ایم ایف تر ټولو ستره غوښتنه په روان مالي کال کې دستنونکو پورونو لپاره دپیسو دانتظام کولو وه چې دې لړ کې پاکستان څه پیسې دخپلو دوستو هیوادونو نه ترلاسه کړي دي،څه قرضې یې ستنې کړې دي اؤ دچین په ګډون دڅو ملکونو نه یې دپیسو ستنولو پروګرام بیا دسره تازه کړی یا ري شیډول کړی دی.

دپاکستان په اوسني بجټ ایي ایم ایف زیاتې نیوکې لرلې چې دماهرینو په خیال دبجټ منظورولو په وخت پاکستان ددغه نیوکو ختمولو لپاره په خاموشۍ سره دایي ایم ایف غوښتنې بجټ کې شامل کړې دي.

پاکستان پخپل نوي بجټ کې 215 اربو روپو دنوؤ ټیکسونو لګولو ترڅنګ خپل هغه ګام هم واپس اخستی چې ګنې یو څوک دکوم بهرني هیواد نه ځان سره یو لک ډالر راوړي نو هغه نه به ددې پیسو په اړوند هیڅ تپوس پوښتنه نه کیږي.

ددې ترڅنګ کوم خلک چې پاکستان کې دمیاشتې دوؤ لکو نه زیاته تنخا اخلي دهغوي په تنخاګانو 2.5 فیصده ټیکس لګول شوی اؤ دایي ایم ایف په غوښتنه په درامداتو بندیز هم ختم کړل شوی دی.

دپاکستان داسټیټ بینک له لوري دسود 21 فیصدي موجوده کچه له وړاندې زیاته ګڼل کیده خو دایي ایم ایف په غوښتنه اوس دا کچه 22 فیصدي ته لوړه کړل شوې ده.

په نزدې ورځو کې دپاکستان وزیراعظم څلور ځله دایي ایم ایف دمشرې سره تماسونه نیولي اؤ هغې نه دمامورینو په کچه دتړون لاسلیکولو غوښتنه کړې ده.

داقتصادي چارو څېړونکی قیصر بنګالي وایي ایي ایم ایف سره دپاکستان دتړون نه کیدو ترشا په ظاهره سیاسي علتونه ښکاري.

وي او ای اردو سره خبرو کې هغه ویلي کله چې پاکستان دا سیاسي شرطونه ومني نو هم هغه وخت به دپاکستان اؤ ایي ایم ایف تړون ترسره شي.

دپاکستان دحکمت عملۍ یا تګلارې په اړوند قیصر بنګالي وویل پاکستان دا وخت دشارټ ټرم یا لنډې مودې دهواري په لوري روان دی اؤ اثاثې خرڅوي.

هغه وایي پاکستان دکراچۍ بندرګاه اډه اماراتو ته سپاري،دسعوډي ډلې هم دملک دهوایي اډو څخه لیدنه کړې ده اؤ دا هرڅه ښایي چې پاکستان دا وخت دهیواد د اثاثو په خرڅولو دمعاملو چلولو هڅه کوي.

هغه وایي‌پاکستان چې دتېرو 20 کالو نه کومې پالیسۍ خپلې کړي دا هرڅه هم ددغو پالیسو تسلسل دی اؤ دبهترۍ راوستلو لپاره هیڅ سوچ نشته.

داقتصادي چارو خبریال مهتاب حیدر وایي پاکستان ایي ایم ایف په وینا خپل ټول بجټ بدل کړو.

وي او ای اردو سره خبرو کې هغه ویلي پاکستان خپل ایمنسټي اسیکم بېرته اخستی اؤ د215 اربو روپو ټیکسونه یې لګولي دي.

دنوموي په وینا، پاکستان سره اوس ډیر کم وخت په لاس کې دی. د راتلونکو 24ؤ نه تر 48ؤ ساعتو منځ کې یو داسې څه کیدل اړین دي چې پاکستان اؤ ایي ایم ایف پرې دمامورینو په کچه تړون ته ورسیږي.

(د وي او ای اردو په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG