لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ: د جنسي تېري د هڅې په مهال شپږ کلنه ماشومه ذبح کړل شوې ده


پولیس وایي دخېبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې د شپږو کالو یوه وړه ماشومه دجنسي تېري له هڅې وروسته په چاړه ذبح کړل شوې اؤ وژل شوې ده.

دصوابۍ پولیس ټاڼې محرر ښاغلي منظور وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه وړمه ورځ دصوابۍ دسلیم خان سیمې په کګیچ بانډه کې شوې ده.

هغه وایي دغلته د امن په نوم یو شپاړس کلن زلمي د سیمې د یو غریب خواریکښ فدا محمد په ماشومه شپږ کلنه لور عریفه نور جنسي تېری کول غوښتل خو کله چې پخپله هڅه کې ناکام شوی نو هغه یې په چاړه ذبح کړې اؤ وژلې ده.

پولیس وایي پېښه کې ککړ تن یې نیولی اؤ هغه پخپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د وژل شوې ماشومې پلار فدا محمد بیلابیلو رسنیو ته ویلي دهغه لور د اتوار په ماښام دکور نه لوبو لپاره وتلې وه خو چې له ډیر ساعت وروسته هم راستنه نه شوه نو دوي یې لټون شورو کړو اؤ بیا یې دهغې مړی دکلي دیوې حجرې نه په داسې حال کې ترلاسه کړو چې هغه په چاړه ذبح کړل شوې وه.

پولیس وایي د پېښې د اطلاع ترلاسه کیدو سره سم یې کله دپېښې ځای ته ورسیدل اؤ هلته یې ابتدایي پلټنې پیل کړې نو په حجره کې موجودو کسانو څخه یې د امن په نوم یو شپاړس کلن زلمي باندې شک راغلی ځکه چې دهغه خبرې ګډې وډې وې.

پولیس زیاتوي کله چې یې د امن نومې دغه زلمي نه نورې پوښتنې وکړې نو ورته معلومه شوه چې هم هغه شپږ کلنه عریفه نور وژلې ده.

محرر منظور خان ډیوه ته وویل دامن په نوم نیول شوی دا زلمی د قران پاک حافظ اؤ د وژل شوې ماشومې ګاونډي دی اؤ هغه پولیسو ته پخپل اعترافي بیان کې ویلي چې غوښتل یې په عریفه نور جنسي تېری وکړي خو کله چې خپله ناوړه اراده کې ناکام شو نو له دې ویرې چې دغه ماشومه چاته حال ونه وایي هغه یې حجره کې وړاندې نه په پرته یوه چاړه حلاله کړه.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې په ماشومانو دجنسي تیري دپېښو لړۍ زیاته چټک شوې ده اؤ په اکثره پېښو کې له جنسي تیري وروسته ماشومان په بې دردرۍ سره وژل شوي هم دي.

د بشري حقونو فعالان ادعا کوي پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيري کومې نوې شمېرې مخې ته راځي، د نورو کلونو په نسبت پکې د 30 فیصدو پورې اضافه ښکاري.

دماشومانو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکی ښاغلي عمران ټکر وایي، ټولنه کې د تعلیم د کمي په وجه اوس ماشومان د زیاتي ښکار کیږي، پښتونخوا کې هم د زیاتي دښکار شوؤ ماشومانو په شمېرو کې اضافه لیدل کیږي.

دډیوه خبریال مدثر شاه سره خبرو کې هغه ویلي 2019م کې د پښتونخوا پولیسو سره د زیاتي د ښکار شوو ماشومانو پېښې 180 وې، خو بیا 2021م کې د جنسي تيريو سره د مخ شوو ماشومانو شمېره 360 ته سېوا شوې وه.

د خېبر پښتونخوا د ماشومانو د خوندي کولو کمېشن (چایلډ پروټیکشن کمېشن) یو مشر اعجاز محمد خان تېره میاشت ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ، د پښتونخوا 12 ضلعو کې د ماشومانو خوندي کولو څانګې جوړې کړی شوي او فعاله دي. او نورو ضلعو کې پرې کار روان دی.

دهغه په وینا "زمونږ کوشش دادی چې خلکو ته زمونږ رسېدل سیوا شي. او ماشومانو سره د زیاتي پېښو کې کمی راشي. چې ورسره زمونږ د پلټنو او عدالتي نظام هم قوي شي. چې زمونږ کمېشن دومره پراخه او فعاله شي چې خلکو کې د ماشومانو د حقونو پحقله حساسیت سیوا کړي".

داعجاز محمد خان په خبره، دا کار یوازې د ریاست د یوې ادارې نه دی بلکې پکار ده میندې، پلاران، د سکولونو او مدرسو استاذان، مذهبي عالمان او حکومتونه په ګډه دا ذمه واري واخلي، هر ځای د ماشوم د حق خبره وکړي او ماشومان د جنسي زیاتي نه د ژغورلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د ماشومانو د حقونو اړوند ادارې ساحل د رپورټ ترمخه تېر کال په 2022م کې پاکستان کې په ماشومانو د تشدد 4253 پېښې په ملکي ورځپاڼو کې رپورټ شوي چې پکې په ماشومانو د جنسي تیريو، تښتولو او په زوره ودونو پېښې شامل دي، ويل شوي تېر کال په ماشومانو د تشدد په پېښو کې 33 فيصده اضافه شوې ده.

ساحل په خپل رپورټ کې ويلي تېر کال 2123 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو ښکار شوي، او81 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو وروسته وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG