لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کورمه کې د ځمکې په شخړه کې د مړیو شمېر اته او ټپیان 72 ته رسېدلي دي


ډېره اسماعیل خان / واشنګټن ــــ د پښتونخوا په قبایلي ضلع کورمه کې د شیعه او سني قبيلو تر منځ له پینځو ورځو راهیسې د ځمکې په ملکیت خونړۍ شخړه روانه ده او په مورچو کې ناست د یو بل پر ضد درنه او سپکه وسله کاروي.

پولیسو له وي او او ډیوه سره په شریکو کړو معلوماتو کې ویلي تر دې مهاله اته کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي، خو ځینې سرچینې د مړو شمېر 12 ښیي.

د پاړه چنار روغتون چاواکي وایي په روغتون کې بیړنی حالت پر ځای کړل شوی او تر دې مهاله 72 ژوبل کسان راوړول شوي دي.

پولیس وایي د جمعې د ورځې نه د بره کورمې په بوشهرې او ډنډرو او د پیواړ توریو او تري منګلو خلکو تر منځ د ځمکې د ملکیت په شخړه د سیمه ییزو قبیلو ترمنځ خونړۍ نښته پیل شوې ده.

د پولیس مشر محمد عمران وویل پولیس اؤ نور امنیتي مامورین سیمې ته رسیدلي دي اؤ هڅه کوي د دوی تر منځ پېښ شوی دا جنجال په سوله ییز ډول هوار کړي.

د پي تي ایم مشر منظور پښتین د دې پېښې په غبرګون کې تور پورې کړی او ویلي یې دي، "ریاست بیا دغلته د قومونو تر منځ د شخړو د لارې ناامني ته لاره هواروي". منظور پښتین په یو ویډیویي پیغام کې وایي:

"په کورمه کې د یوې ژبې او یو قام خلک ژوند کوي خو دریم قوت دوی په جنګ کې سره ښکېل کوي، قامي مشران راغونډوو او درې ورځې وروسته به کورمې ته ځو د دوی څخه به مورچې خالي کوو او د دوی تر منځ به سوله کوو".

له کورمې نه د قامي اسمبلۍ لپاره د خلکو منتخب استازی او مرکزي وزیر ساجد توري وایي علاقې ته ورغلی او د قبيلو تر منځ يې خبره کړې چې د دواړو خواؤ تر منځ ډزبندي وکړي اؤ مورچې پرې خالي کړي.

هغه وویل دا خالص د ځمکې د ملکیت په نوم شخړه ده چې ځینې خلک دې ته د شیعه او سني نوم ورکوي.

په قبايلي ضلعو کې کورمه یواځینۍ داسې علاقه ده چې پکې د پېرنګیانو د وخت معرفي کړل شوی د پټوار نظام موجود دی خو ولې بیا هم د خپلو حدودو د تعین په شخړه د ځایي قومونو تر منځ وخت په وخت اختلافونه راځي او اکثره په خونړیو نښتو هم بدل شوي دي.

ځایي خلک وایي د جګړې له امله عادي ژوند اغېزمن شوی، تعليمي ادارې بندې دي، کاروبارونه درېدلي دي او د افغانستان او پاکستان تر منځ خرلاچي لاره تړل شوې ده.

د دې پیښې خلاف په اسلام اباد او پېښور کې احتجاجي مظاهرې شوې، چې پکې له حکومته د داسې شخړو د مخنیوي غوښتنه شوې ده.

احتجاج کوونکو د دغو پېښو ذمه داري پر ځایي حکومتونو ور اچولې، ځکه چې وایي دغلته پوځ او نور امنیتي ځواکونه میشت دي که وغواړي دا خونړۍ شخړه په یو ساعت کې هواروای شي.

وروستي رپورټونه وایي د کوهاټ کمیشنر سید محمد علي شاه په مشرۍ د کوهاټ، هنګو او اورکزۍ سیمو مشرانو ډله د دوی تر منځ د ستونزې هوارولو دپاره پاړه چنار ته روانه شوې چې د کمیشنر دفتر چارواکي تایید کړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Recommended

XS
SM
MD
LG