جرمني د خالي/شنبې په ورځ د دې خبر تصدیق وکړ چې هغه ملک ته د افغانستان د طالبانو د رژیم یو جګپوړي چارواکي د سفر په اړه یې تحقیقات پیل کړي کوم چې ویل کیږي غیرمجاز هلته تللی دی. د نېډرلېنډز چارواکي وایي هغوی هم تحقیق کوي چې د طالبانو چارواکی چا په هېګ کې یوې دستورې ته راوستی و.
دا خبره هغه وخت رااوچته شوه چې د طالبانو د حکومت د صحت وزارت د خوراک او دوایانو د کنټرول مشر عبدالباري عمر د زیارت/پنجشنبې په ورځ د جرمني د کولن ښار په یو مسجد کې راښکاره شو او یوه ډله خلکو ته یې چې اکثره یې جلاوطنه افغانان و، تقریر وکړ.
د جرمني داخله وزارت په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې د کولن په مسجد کې د عبدالباري عمر راښکاره کېدل "په مکمله توګه ناقابل قبول" ګرځولی او ویلي یې دي چې په جرمني کې طالبانو ته هېڅ ځای نشته. داخله وزارت همدا راز د عبدالباري عمر د وینا تنظیم کوونکو نه چې د ترکي مسلمانانو یو اتحاد (DITIB) دی، وضاحت غوښتی چې څنګه هغه طالب چارواکی هلته راڅرګند شوی دی.
د جرمني داخله وزارت پخپل بیان کې ویلي: "هېچا ته اجازت نشته چې په جرمني کې د سختدریځه اسلام پالو دپاره یو پلېټفارم برابر کړي. طالبان د بشري حقونو د عظیمو خلاف ورزیو ذمه وار دي. اړونده چارواکي دا قضیه په شدت سره څېړي."
'مونږ حق حیران شوو'
په جرمني کې د ترکانو اسلامي یونین (DITIB) ځان د دغې پېښې لېرې ګڼلی او ویلي یې دي چې هغوی صرف په کولن کې د مېشتو افغانانو یوې ټولنې ته یې دا ځای په کرایه ورکړی و او په دې نه و خبر چې د طالبانو چارواکی هلته بلل شوی دی.
د ترکانو اسلامي یونین د جمعې په ورځ یو بیان کې وویل: "مونږ دې پېښې باندې حق حیران شوو." دې یونین ټینګار کړی چې د مطبوعاتو د لارې خبر شول چې تقریر کوونکی یو طالب استازی و.
بیان کې دا هم ویل شوي چې "د تړون خلاف، دا په یوه سیاسي دستوره بدله شوه او هغې ته داسي یو ویناوال بلل شوی و کوم چې مونږ نه پېژندو."
جرمني کې د ترکانو اسلامي یونین د دستورې د منتظمینو دا ګام، د کرایې د تړون واضحه خلاف ورزي بللې ده او ویلي یې دي چې هغه افغان ټولنه نور د هغه ځایه منعه کړی شوې ده.
د جمعې په ورځ، د جرمني خارجه وزارت وویل، د دوی رسمي ډېټا څرګندوي چې د جرمني هېڅ کوم د ویزې دفتر، عبدالباري عمر ته کومه ویزه نده جاري کړې، او نه هم دوی د هغه په سفر خبر و. نوموړي وزارت پخپل بیان کې چې په اېکس باندې خپور شوی، ټینګار کړی دی چې جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
بیان زیاتوي: "تر هغو چې په افغانستان کې طالبان بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، په خاص ډول د ښځو او جینکو حقونه، د طالبانو د رژیم سره به [تعلقات] عادی نه وي."
د جمعې په ورځ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د عبدالباري عمر تصویر خپور کړ چې هغه یې د زیارت ورځې په جنجال پاروونکې دستوره کې ښودلو، او په دې توګه یې جرمني کې د هغه د راښکاره کېدو تصدیق وکړ.
ذبیح الله مجاهد په اېکس باندې ولیکل: "هغه افغانان تشویق کړل چې هېواد ته راشي، دلته امنیت شته، د رغونې کارونه روان دي چې ټول باید پکې ونډه ولرو او خپلې سرمایې په وطن کې په کار واچوو."
داسې ویل کیږي چې د ترکانو اسلامي یونین (DITIB) په جرمني کې د سني مسلمانانو تر ټولو لوی تنظیم دی او تعلق یې د ترکیې د حکومت سره دی.
بل اړخ ته د نېډرلېنډز د صحت او سپورټ وزیر ارنست کویپرس د خالي/شنبې په ورځ په دې معافي وغوښته چې د ځایي پیداوار په دویم عالمي فورم کې یې د عبدالباري عمر سره تصویر اېستلی و. دا ناسته د نوامبر له ۶مې نه تر ۸مې پورې په هېګ ښار کې جوړه شوې وه.
ارنست کویپرس په اېکس ولیکل چې د بشري حقونو دپاره، په خصوص د ښځو د حقونو دپاره اودرېږي او نه غواړي ځان د طالبانو "ناوړه" رژیم ته نږدې کړي.
هغه په اېکس لیکلي دي: "زه هغه وخت کې نه پوهېدلم چې دا سړی څوک دی. دا یوه تېروتنه وه، او باید داسې نه وای شوي، او زه ورباندې پښېمانه یم. مونږ په دې تحقیق کوو چې دا سړی څنګه کنفرانس ته راپرېښودلی شوی و."
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې یو ځل بیا افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړ او بهرني عسکر د قریب شل کاله جنګ وروستو، له هغه ملکه ووتل.
تر اوسه هېڅ کوم ملک د طالبانو حکومت، چې ټول چارواکي یې صرف نارینه دي، تسلیم کړی ندی، او اهم دلیل یې دا دی چې طالبانو د شپږم جماعت نه پس د جېنکو په تعلیم پابندي لګولې او ښځې یې د اکثرو کارونو نه هم منعه کړي دي.
طالب چارواکي خپله تګلاره برحقه بولي او وایي چې د اسلامي شریعت او افغاني روایاتو سره اړخ لګوي. هغوی پخپلې حکومتدارۍ باندې عالمي تنقیدونه او د ښځو د پابندیو لېرې کولو دپاره غوښتنې رد کړي دي.
Forum