لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 طالبان:  پاکستان د استاد ياسر د خوشي کولو ډاډ راکړی 


څيړونکی خبريال طاهر خان وايي استاد ياسر چې د زمرک په نوم هم مشهور وو د طالبانو يو مهم مشر وو او هغه په کال 2001 کې د طالبانو پرضد د امریکې د عملياتو وروسته د طالبانو سره شامل شوی وو. له دې وړاندې هغه د روس خلاف  د جنګ  په ورځو کې د استاد عبدالرسول سياف په ګوند کې مرستيال وو
څيړونکی خبريال طاهر خان وايي استاد ياسر چې د زمرک په نوم هم مشهور وو د طالبانو يو مهم مشر وو او هغه په کال 2001 کې د طالبانو پرضد د امریکې د عملياتو وروسته د طالبانو سره شامل شوی وو. له دې وړاندې هغه د روس خلاف  د جنګ  په ورځو کې د استاد عبدالرسول سياف په ګوند کې مرستيال وو

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د ورک استاد ياسر سره یې خبرې شوي، هغه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په يو کور کې ساتل کيږي، پاکستان ډاډ ورکړی چې زر به يې خوشی کړي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر محمد نديم په ټویټر ویلي،

"د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر په مينګړيتوب هغه او ريس لوزرا په ګډون نورو د کابينې غړو په لمړي ځل د ورک استاد ياسر سره په ټيليفون خبرې وکړې، هغه ورته وويل چې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په يو کور کې ساتل کيږي".

اېبټ اباد د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې هغه ښار دی چې په کال 2011 کې پکې امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې د القاعده مشر اسامه بن لادن وژی وو.

محمد نديم ويلي، "پاکستان ورته ډاډ ورکړی چې استاد ياسر به په يوه اوونۍ کې خوشی کړي. خو پاکستان په رسمي ډول په دغه اړوند څه نه دي ويلي".

د طالبانو وزير دغه خبر په داسې حال کې ورکړی چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په 29 نومبر د کابل يوه ورځنۍ دوره کړې او د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت، تعلیم او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

استاد یاسر څوک دی؟

څيړونکی خبريال طاهر خان وايي استاد ياسر چې د زمرک په نوم هم مشهور وو د طالبانو يو مهم مشر وو او هغه په کال 2001 کې د طالبانو پرضد د امریکې د عملياتو وروسته د طالبانو سره شامل شوی وو. له دې وړاندې هغه د روس خلاف د جنګ په ورځو کې د استاد عبدالرسول سياف په ګوند کې مرستيال وو.

د نوموړي په خبره هغه په کال 2008 کې په پېښور کې نيول شوی او زوي يې عمار ياسر بيا ویلي چې هغه خپلې کورنۍ ته په کال 2010 کې يو خط لېږلی وو او زياته کړې يې وه چې د هغې وروسته بيا کوم درک نه وو.

د وي او اې ډيوه سره په خبرو کې طاهر خان وويل، پاکستان نيولي طالب مشران زیاتره په کال 2014 کې خوشي کړي وو يواځې په مشرانو کې ملا عبدالغني برادر پاتې کړی شوی وو.

وړاندې داسې هم ويل شوي وو چې استاد ياسر د پاکستاني طالبانو سره هم اړیکې وې او وېل کېږي چې داسې بيانونه او ويډيوز یې هم موجودې دي چې د پاکستانو مخالف وو.

د خبري ادارو ترمخه استاد ياسر په کال 2001 کې په افغانستان د امریکې د حملې وروسته د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر وياند وو.

هغه په کال 2007 کې د افغانستان حکومت د اټلي د تښتول شوي جرنلسټ په بدل کې خوشی کړی وو.

پاکستاني چارواکو په کال 2009 کې ويلي وو چې استاد ياسر يې په پېښور کې نيولی وو. له دغې وړاندې پاکستاني چارواکو په کال 2005 کې د هغه د نيولو ويلي وو او بيا يې افغانستان ته سپارلی وو.

خو هغه او د طالبانو نور څلور بنديان د اټلي د تښتول شوي جرنلسټ ډینيلي مسټروجياکومو د خوشي کولو په بدل کې ازاد کړی شوو وو.

په کال 2012 کې ازادۍ رېډيو خبر ورکړی وو چې استاد ياسر د پاکستان د استخباراتي ادارو په ولکه کې وژل شوی وو. په خبر کې د طالب سرچينو له قوله هم د استاد ياسر وژنه تاييد شوې وه.

استاد یاسر د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسیدونکی، له نیول کیدو وړاندې د طالبانو د فرهنګې کميټۍ او د ځينې راپورونو له مخې د سیاسي کميټۍ د مشر په توګه دنده ترسره کوله.

د ازادۍ رېډيو د خبر ترمخه استاد یاسر د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې د جهاد په کلونو کې د پوهاند سیاف په مشرۍ د اسلامي اتحاد ګوند د سیاسي کمیسيون مشر، په لنډ مهاله حکومت کې د اطلاعاتو او د پخوانیو مجاهدینو په حکومت کې د ښار و کور جوړونې وزیر په توګه هم دندې ترسره کړې وې.

نوموړي د طالبانو د تير حکومت د ختمېدو وروسته په پاکستان کې پټ ژوند کولو.

په پاکستان کې د طالبانو نور مهم مشران هم نيول شوي وو چې پکې د طالبانو د اوسني حکومت ريس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر پاکستاني او امريکايي استخباراتي او امنيتي چارواکو په کال 2010م کې په کراچۍ کې په ګډو عملیاتو کې نيولی او په کال 2018 کې يې بيا خوشی کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG