لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلما او مصطفی: د خوښې واده جرم نه دی


په جنګ ځپلي هېواد افغانستان کې اوس اوس د یوې واده شوي جوړې د خپل واده تصویرونه په ټولنیزو رسنیو خپرول او بیا د دغې ګام دفاع کولو ځینې زاړه پاله قبایلي دودونو او منفي تبلیغاتو ته په مخ درنه سپېړه ګڼل کیږي.

د افغان واده شوې جوړې زلما خروټۍ او مصطفی کاظمي دغه عمل په پاته نړۍ کې یوه عادي خبره ده خو د ځینو قبایلي دودونو او مفکورو تر اغېز لاندې خلک دغه عمل په یویشتمې پېړۍ کې په عصري او د جدیدې ټکنالوژۍ په ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، انسټګرام او ټویټر غندي او بېل غبرګون ښيي.

یو ټویټراتي دغه تصویر ته په ځواب کې لیکلي: واده کول شرم نه دی بلکه نړۍ ته خپل د واده تصویر ښودل ډیر د شرم خبره ده.

خو بیا ریحان میرویس همدغه ټویټ ته په ځواب کې همدرد ته لیکلي: ولې وروره؟ دا د هر چا خپل حق دی چې څه غواړي وکړي.

مصطفی کاظیمي وايي: " د افغانستان ټولنه فرهنګي خبرو او ارزښتونو څخه منفي ګټه پورته کوي او مذهب د کلتور سره یو ځای کوي. کله چې مونږ د واده پلان درلود ځیني کسانو په خپل نوبت کوښښ وکړ چې د زلما او یا هم زما په اراده کې بدلون راولي او زمونږ رشته ونه شي. ډیرې ستونزې مو ولیدې خو زمونږ نیت او اراده قوي وه. "

په افغاني ټولنه کې مینه جرم نه دی ځکه خو ټول پښتانه د ادم خان او درخانۍ، یوسف خان او شېر بانو او داسې نورو روماني کیسې اوس هم یادوي خو تر ډیره حده خلک په دې خبره شرمیږي چې خپلوانو یا ملګرو ته ووایي چې په خپله خوښه یا مینه یې واده کړی.

خو زلما خروټۍ وايي په افغانستان کې دا ډول فيصلې کلکه اراده او د حالاتو سره مبارزه غواړي.

هغه وايي: "کله چې مونږ له یو بل سره د واده کولو پرېکړه وکړه نو هر چا به پوښتنه کوله چې تاسو له دې وړاندې یو بل پیژندل؟ نو ما به ویل هو. که څه هم زمونږ په کورنیو کې د خپلې خوښې واده بد منل کیږي خو ما په ویاړ سره وییله چې ما خپل د ژوند ملګري سره لیدلي او د خپل راتلونکي په هکله غږیدلي یوو تر څو وپوهیږو چې مونږ له یو بل سره ژوند ته تیار یوو او که نه؟ د یو بل سره همفکر یوو که نه؟ "

د کندهار ځوان مصطفی کاظمي ته هم د يو روايتي ژوند څخه بغاوت کول، د خپلوانو سره دليل ويل او د مشرانو راضي کول دومره اسان نه وو.

مصطفی کاظمي: "ډېرو ملگرو مې دا تصور هم نه شو کولی چې زه به د يوې داسې انجلۍ سره واده وکړم چې هغه به خبرياله وي او يا به په رسنيو په لوڅ مخ ليدل کيږي."

جنګ او نا امنۍ په پښتنې ټولنه کې تر ډیره داسې رسمونه وروزل چې د بشري ازادۍ په لاره کې يې خنډونه رامنځ کړي.

یوه بېلګه یې د بلوچستان د لورالای سیمې ۲۲ کلن ځوان عبدالباقي دی چې په دې تور په خپلو سترګو د نړۍ له لیدلو محرومه کړل شو، چې غوښتل یې په خپله خوښه د خپل ژوند ملګرې وټاکي. عبدالباقي ډیوه ته وایي:

"خپل پلار او وروڼو مې د ورځې په رڼا پخپل کور کې سترګې را څخه و ایستې".

https://www.voanews.com/extremism-watch/man-blinded-father-brothers-falling-love

خو بلې لورې ته د طالبانو د رژیم نسکوریدو نه ورورسته یو شمېر ځوانان په دغه زاړه پاله فکر کې د بدلون راوستلو ډېرې هڅې کوي او وايي تر ډیره حده یې مثبت بدلون هم لیدلی.

د مېرمنو د پرمختګ او د دغه بدلون یوه وروستۍ بېلګه یې په دوحه کې د طالبانو سره پر یو میز خبرو ته د کښینستلو هم ده.

د طالبانو د رژیم پر مهال د جینیکیو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې وې او د طالبانو واک ختمېدو وروسته هم ځینې خلکو ته دا مفکوره ور پاته وه چې ګواکی د جینکیو ښوونځي ته تلل ښه خبره نه ده.

خو دا مهال نه یوازې په میلیونونو جینکۍ سکولونو او پوهنتونونو کې خپلې زده کړې تر لاسه کوي بلکه په حکومتي او غیر حکومتي ادارو او تر دې چې په رسنیو کې هم خپلې دندې ترسره کوي.

زلما خروټي نورو افغانو انجونو ته وايي: " د خپل ژوند د ملګري په انتخابولو کې هيڅ کله غلي پاته نه شئ او و نه شرمیږئ. د یو بل سره وغږيږئ، فهم او فکر مو سره شریک کړئ چې وتوانیږئ خپل اولادونه په خپل خوښه او ښه ذهنیت وروزئ ".

XS
SM
MD
LG