لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله بشام کې په چینايي انجنیرانو برید، د بجلۍ جوړولو چینايی کمپنی تر نامعلومه نیټې پورې کار تړلی – د چین حکومت د پلټنو  غوښتنه کړې ده


په تربیلا غازي هري پور کې د بجلۍ جوړولو یوې چینايي کمپنۍ په بشام شانګله کې په چینايي انجنیرانو د برید وروسته تر نامعلومه نیټې پورې د کار بندولو اعلان کړی دی.

دغه پراجیکټ ته پنځمه توسیعي منصوبه ویل کېږي او د پراجیکټ چارواکي وايی چې په مجموعي توګه ددې پراجیکټ لاندې د 1530 میګا واټه بجلۍ جوړولو باندې کار روان دی.

د تربیلا توسیع هایډرو پراجیکټ منیجمنټ پاور کنسټرکشن کارپورېشن اف چاینه لمیټډ په نوم چینايي کمپنی خپلو کارکونکو ته په یو لیک کې ویلي چې د مارچ له 26مې نیټې څخه د امنیتي وجوهاتو له امله په پراجیکټ کار تر بل امر پورې تړل شوی.

د پراجیکټ کارکونکو ته ویل شوي چې یواځې هغه سټاف د کار لپاره راتلی شي چې د پراجیکټ د کومې څانګې انچارج یا مشر یې راوغواړي.

د نهې سې شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ ډويژن د پوليسو مشر (ډي آی جي) محمد علي ګنډاپور رويټرز خبري ادارې ته ويلي، په شانګله کې د بشام بازار نه څو کیلومیټره بهر یو ځانمرګي بريد کوونکي د چينايي اينجينيرانو قافله په ‏نخښه کړې ده، کومه چې د اسلام اباد نه د داسو کېمپ ته روانه وه. ‏

هغه ويلي، په بريد کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي دي.‏ تر ناوخته په سیمه کې کومې ډلې د بريد زمه واري نه ده منلې.

د پاکستان د وزیر اعظم غبرګون

د پاکستان وزیر اعظم شهبازشریف له برید وروسته اسلام اباد کې د چین سفارتخانې ته ورغلی او د چین له حکومت سره یې په پېښه غمرازي ښکاره کړې ده او چینايي سفیر ته یې تسلي ورکړې ده چې د پېښې به پوره پلټنې کوي.

د پاکستان پوځ غبرګون

د پاکستان پوځ هم بشام کې په چینايی انجینرانو برید غندلی او په یو بیان کې یې ویلي ټول ولس یې د چینايي وګړو سره د یو والي لپاره ولاړ دی.

بیان زیاتوي په ګوادر، تربت او بشام کې د ترهګرو بریدنو مقصد پاکستان غیر مستحکمه کول دي.

د چین غبرګون

پاکستاني مطبوعات وايی، چین د پاکستان نه د پېښې پهه اړه د رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د تحریک انصاف په حکومت کې هم په داسو ډیم پراجیکټ کې په چینايي کارکونکو برید کې نهه چینایان وژل شوي وو چې وروسته د هغه وخت داخله وزیر شیخ رشید ویلی وو د چین حکومت د خپلو وګړو په وژل کیدلو سخت اندېښمن دی.

څیړونکي څه وايی؟

څیړونکي وايی چې په شانګله بشام کې په یو ځان مرګي برید کې د پنځو چینايي انجینرانو د وژنې پېښه په یو داسې وخت شوې ده چې چین غواړي د بیلټ اینډ روډ انیشیټو نړیوال پراجیکټ لاندې د سي پیک د ځنډ ښکار منصوبې بیا تیزی سره پیل شي.

د جرنلزم د څانګې استاد عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته وايی چې په چینايی انجنیرانو د برید وخت ډیر خطرناک دې .

په دې وخت چین په افغانستان کې خپلې منصوبې په تیزی سره په وړاندې بیايي او د افغان طالبانو سره یې ښې اړیکي دي او غواړي چې سي پیک منصوبه دې هم داسې تیزی سره په مخ لاړه شي لکه چې د منصوبې لمړیو څلورو کالو کې یې څنګه پرمختګ کړی وو. پاکستان به چرې هم نه غواړي چې په دې حالاتو کې چې افغان طالبانو سره یې اړیکي خرابې شوي په چینايی خلکو او د کار په مرکزونو یې بریدونه اوشي.

پاکستان کې په چینایانو د بریدونو تاریخ

په پاکستان کې خوا وشا د 62 اربو ډالرو سرمایه کاريکونکي هېواد چین په وگړو د کال 2018 راهسې نزدې هر کال حملې کیږي: تفصیل یې داسې دی

  • په 26م مارچ 2024 بشام حمله کې پینځه چینایان اووژل شول

  • په 13 اگست کال 2023 په گوادر کې په چينايي انجينيرانو برید شوی وو خو چارواکو ویلي وو په بريد کې مرگ ژوبله نه وه ‏اوښتې

  • په 26 اپرېل ‏‎2022‎م کال د کراچۍ پوهنتون کنفوشيس انسټيټيوټ کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانگې په استادانو ځانمرگي برید کې درې استادان وژل شوي وو

  • په 21م اپريل 2021م د کوټې په عالیشانه هوټل ځانمرگي بريد کې پينځه تنه وژل شوي وو دغه وخت چينايي سفیر هم په ښار کې موجود وو

  • په 14 مه جولاي 2021 د داسو په سیمه کې د چینايي انجینیرانو په لارۍ حمله کې نهه کسان وژل شوي وو

  • په جون کال 2020 د کراچۍ په سټاک اېکسچېنج حمله کې درې امنیتي افسران او څلور بریدګر وژل شوي وو د مطبوعاتو تر مخه د ونډو په دغه بازار کې چینايي کمپنۍ 40 فیصده برخه لري

  • په 11 می 2019 یوې بېلتون غوښتونکې ډلې په گوادر کې په یو هوټل چې چینایان پکې اوسیدل برید وکړو خو چینایانو ته مرگ ژوبله نه وه شوې

  • په نومبر 2018 کراچۍ ښار کې د چین په کونسلگرۍ برید کې څلور کسان وژل شوی وو

  • په اگست یولسم 2018 د سویل لویدیځ بلوچستان په دالبندین کې په یو ځانمرگي برید کې درې چینايي تنه ټپیان شوي وو
  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG