د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د بل اېنډ ملنډا ګېټس د مشر بل ګېټس سره لیدلي، شريف د پاکستان او ګېټس فاونډېشن ترمنځ د کلکې همکارۍ یقيني کولو دپاره د بل ګېټس سره په ګډه د کار کولو ژمنه کړې ده.
پاکستان کې نن د ګل/دوشنبې د ورځې نه د پوليو ضد کمپاين پيل شوی په 91 ضلعو کې چرته د پوليو خطره موجوده ده، د پينځو کالو نه کم عمر ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.
د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، شهباز شریف نن د سعودي عرب پلازمېنه رياض کې د نړيوالې اقتصادي غونډه په څنډه کې ليدلي، او له دغې وړاندې یې "د نړیوال صحت د ايجنډې د نوې پېژندګلو" په يو پېنل بحث کې ګډون کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم ویلي، د ملک څخه د پولیو د خاتمې دپاره پوره هڅې کوي، او د پوليو د خاتمې په لړ کې یې د اوږدې مودې په مرسته د بل اېنډ ملنډا ګېټس مننه کړې او زياته کړې یې ده، د پوليو نه د پاک پاکستان د حتمي هدف ترلاسه کېدو دپاره د ټولو همکارانو لخوا د پرله پسې هڅو ضرورت دی.
ویل شوي، بل ګېټس د پوليو د خاتمې په لړ کې د پاکستان هڅې ستايلي او ويلي يې دي د پوليو خاتمه د راتلونکو نسلونو د دې خطرناکې ناروغۍ څخه بچ کولو ډېر ضرورت دی.
بل لور ته د پاکستان د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشر (کوارډينېټر قومي اېمرجنسي اپرېشن) ډاکټر شهزاد بېګ ویلي، له نن څخه په ټول هېواد کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيل کيږي، د دوه لکو نه زيات پوليو کار کوونکي به د پاکستان په هغو 91 ضلعو کې کور په کور ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي چرته چې د پوليو وايرس خطره موجوده ده.
په خېبرپښتونخوا کې د صحت چارواکو ويلي، له نن څخه به د صوبې په مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيل کولی شي او دا کمپاين به په دوو برخو کې ترسره کیږي.
د پوليو د مخنيوي چارواکو په میاندو پلارانو غږ کړی، ماشومانو ته دې د پوليو د مخنيوي څاڅکي ضرور ورکړي ځکه د پوليو وايرس د تلعمرۍ دپاره ماشومان معذوره کوي او دا وايرس چې دا وخت يواځې په پاکستان او افغانستان کې دي، که يو ځل د دې سيمې نه ختم شو د ګردې نړۍ نه د تل دپاره ختمېدی شي.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه مثبتې پېښې معلومې شوي او د ملک په بېلابيلو برخو کې د پوليو وایرس ګڼې مثبتې نمونې هم رپورټ شوي دي.
Forum