د اوکراېن ولسمشر د امریکا کانګرس ګډې غونډې ته وینا کړې
ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د امریکا کانګرس ته وینا وکړه او د شورو یا چهارشنبې په ورځ یې له امریکا څخه د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې له ولسمشر جو بایدن سره ولیدل. زېلینسکي کوښښ کوي چې د روس د یرغل په وړاندې د اوکراین په جګړه کې د خپل ستر پوځي او اقتصادي ملاتړي امریکا مرستې له ځانه سره ولري.