د قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو په ضد په ټول پاکستان کې عملیات پیل شوي
د قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو د مودې له ختمېدو سره د دوی په ضد په ټول پاکستان کې عملیات پیل شوي. د پاکستان خارجه وزارت ویلي قانوني اسناد لرونکي کډوال په زور نه ویستل کیږي خو افغان کډوال وايي قانوني کاغذونه لرونکي کډوال هم ځورول کیږي. نور حال د اسلام اباد نه د ډیوه خبریاله رابعه پیر وړاندې کوي: