د انډونیشیا په مرکزي سولاویسي صوبه کې زلرلې راپارولې سمندري طوفان یا سونامي دلاسه په پراخه کچه مالي نقصان شوی دی او تر دې دمه په دغه سونامي کې د مړو شوو کسانو شمیره ۴۰۰ ته رسیدلې.
زلزله د جمعې په ورځ راغلې او شدت یې اووه اشاریه پنځه درجې و.
ای پي وايي سونامي د سولاویسي صوبې دوه ښارونه ووهل چې پکې د صوبې مرکزي ښار پالو هم شامل دی. په دواړو ښارونو کې په پراخه کچه ودانۍ تباه شوې دي او په پالو کې په دریاب یو پل هم غورځیدلی دی.
انډونیشیا کې زلزلې په عامه توگه راځي او دا ځکه هم چې هېواد د اتش فشا او د زلزلو په داسې سیمه کې پروت دی چې په عامه توگه ورته د رنگ اف فایر یا د اور کړۍ ویل کیږي.
په کال ٢٠٠۴ کې د انډونیشیا په مغربي سماټره زلزلې سمندري طوفان یا سونامي راوپارولو چې په نتیجه کې یې شا او خوا ١٢ هېوادونو کې ٢٣٠٠٠٠ کسان مړه شوو.