لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د اسامه ستي نومې ځوان د وژنې په مقدمه کې دوه پوليسو ته د مرګ سزا اورول شوې


22 کلن اسامه ستي د کال 2021 د جنورۍ په مياشت کې په اسلام اباد کې د شپې په مهال په ګاډي کې په ډزو وژل شوی وو
22 کلن اسامه ستي د کال 2021 د جنورۍ په مياشت کې په اسلام اباد کې د شپې په مهال په ګاډي کې په ډزو وژل شوی وو

د اسلام اباد يو عدالت د اسامه ستي نومې ځوان د وژنې په مقدمه کې تورنو دوو پوليسو ته د مرګ او درېو نورو ته د عمر بند سزا اورولې ده.

د اسلام اباد د ضلعې عدالت ښځينه ججې زېبا چوهدري دغه فېصله د ګل، دوشنبې، په ورځ واوروله. عدالت په فېصله کې ويلي په دغو پينځه واړو پوليس اهلکارو په جرم کې ککړتيا ثابت شوې ده.

عدالت په پېښه کې تورن افتخار احمد او محمد مصطفی ته د مرګ او سعيد احمد، شکیل احمد او مدثر مختار ته د عمر بند سزاګانې اورولې دي.

22 کلن اسامه ستي د کال 2021 د جنورۍ په مياشت کې په اسلام اباد کې د شپې په مهال په ګاډي کې په ډزو وژل شوی وو.

د هغه د وژنې په تور کې د اسلام اباد پولیس پينځه اهلکار نيول شوي وو.

د اسلام اباد پولیسو هغه وخت ويلي وو چې پوليسو ته په يو ګاډي کې د ډاکو يا غل اطلاع ترلاسه شوې، او دوی په ګاډي پسې تللي او ګاډی ترې تښتول شوی چې دوی ور پسې شوې او ډزې يې پرې کړې وې.

خو د اسامه ستي پلار نديم ستي ويلي وو زوی يې د شپې په مهال خپل ملګري کور ته پرېښودی او چې بيرته راتلو په لاره کې پرې پوليسو ډزې کړې او وژلی یې وو.

هغه په مقدمه کې دعوه کړې وه چې دغو پوليس اهلکارو څه ورځې وړاندې د ده د زوي سره خبرې اړولې او جګړا یې ورسره کړې او ګواښ یې ورته کړی وو.

وروسته تورن پوليس اهلکار نيول شوي او د نوکرۍ څخه لرې کړی شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG