لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل: پېښور زلمي لوبډله په ماتې خوړو سره فاينل ته د رسېدو نه پاتې شوې


په روان پي اېس اېل کې د لاهور او ملتان لوبډلې درې ځله يو بل ته مخامخ شوي دي، دوه سیالۍ لاهور او يوه ملتان ګټلې وه
په روان پي اېس اېل کې د لاهور او ملتان لوبډلې درې ځله يو بل ته مخامخ شوي دي، دوه سیالۍ لاهور او يوه ملتان ګټلې وه

د پاکستان سپر ليګ اتم فاينل يا پايلوبې ته د رسېدو دپاره د پېښور زلمي او لاهور قلندر ترمنځ شوې سيالۍ کې د پېښور لوبډلې ماتې خوړلې او فاينل ته د رسېدو نه پاتې شوې ده.

په لاهور کې تېره شپه ترسره شوې د ايليمينېټر دویم په سيالۍ کې د پېښور زلمي او لاهور قلندر لوبډلو مقابله شوې ده.

پېښور زلمي لوبډلې لومړی بېټنګ کړی او په ټاکلو 20 اوورنو کې یې په پينځه لوبغاړو اوټ کېدو 171 رنزونه جوړ کړي وو.

خو د لاهور قلندر لوبدلې بيا ټاکلی هدف په 19م اوور کې په شپږو لوبغاړو سوځېدو پوره کړو او سيالي يې وګټله.

له دې وړاندې د پېښور زلمي لوبډلې په ايليمينېټر لومړۍ سيالۍ کې د اسلام اباد لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د لاهور قلندر لوبډلې چې تېره شپه د پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړې، نن به په پايلوبه کې د ملتان سلطان لوبډلې سره مخامخ کيږي.

تېر کال هم دواړه لوبډلې پايلوبې ته رسېدلې او لاهور قلندر د پي اېس اېل اووم اتلولي ګټلې وه.

دواړو لوبډلو له دې وړاندې يو يو ځل د پي اېس اېل اتلولۍ ګټلي دي.

په روان پي اېس اېل کې د لاهور او ملتان لوبډلې درې ځله يو بل ته مخامخ شوي دي، دوه سیالۍ لاهور او يوه ملتان ګټلې وه.

د پي اېس اېل اتم پايلوبه سبا په 19م مارچ ټاکل شوې خو ويل شوي د موسم له امله يوه ورځ رامخکې کړی شوې او نن د خالي/ شنبې په ورځ د پاکستان په وخت ماښام په اووه بجې به پېل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG