لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کوچني اختر د پښتو کوم نوي فلمونه نندارې ته وړاندې شوي دي؟


په خیبر پښتونخوا کې د کوچني اختر په موقعه کې چرته ډلې ډلې ځوانان د سیل سپاټو دپاره ښکلو اؤ یخو سیمو ته په چکرو روان دي نو یو ګڼ شمیر زلمي داسې هم لیدل کیږي چې هغوي د نوؤ فلمونو کتلو دپاره سینیماګانو ته مخه کړې ده .

په دې اختر دپېښور په سینیماګانو دپښتو نوي څلور فلمونه نندارې ته وړاندې کړل شوي اؤ ددغو فلمونو جوړونکي هیله لري چې پښتانه به ددې نوؤ فلمونو په کتلو کې خاصه خوښي ولري.

یو وخت وؤ چې په کال کې به تر ۳۰ؤ زیات د پښتو فلمونه جوړیدل اؤ دغه فلمونه به بیا په میاشتو میاشتو حتی کله په کلونو هم په سینیما ګانو خلکو کتل خو په دې وروستیو کې د پاکستان دننه دپښتو فلمونو جوړیدو کچه ډیره راټېټه شوې اؤ اوس یوازې په یو اختر اؤ بل اختر د څلورو نه نیولې تر شپږو نوي فلمونه جوړیږيږ

دپښتو فلمونو وتلی ستوری اؤ د پېښور د ارشد سینیما مالک ښاغلی شاهد خان وایي پښتو فلمونه اوس ځکه په لږ شمیر جوړیږي چې سینیما ګانې ختمې شوې اؤ په پېښور کې د شمیر پینځه شپږ سینیماګانې پاتې شوي دي.

هغه وایي پښتانه اوس هم سینیماګانو کې په شوق فلمونه کتل غواړي خو پښتو فلم انډسټرۍ ته هیڅ دولتي پاملرنه نه شته ځکه نو د فلمونو رجحان په ورور،ورو له مینځه ځي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې هغه وویل سږکال په وړوکي اختر د هغه نوی فلم” کشر خان لوفر دی” په ارشد سینیما نندارې ته وړاندې شوی چې دهغه تر څنګ پکې ببرک شاه،دلبر منیر،ماه نور، محمد حسین سواتي اؤ ګڼو نورو وتلو ستورو کار کړی اؤ دا یو سبق اموز فلم دی چې خلکو ته د لوفرۍ ، اؤ خراب ماحول انجام ور په ګوته کوي.

د شاهد خان ددغه فلم ترڅنګ دپېښور په ائینه سینیما “ضدي اؤ بدمعاش” فلم هم نندارې ته وړاندې شوی چې ارباز خان ،دعا قریشي ،عجب ګل ، سدره نور اؤ جهانګیر خان پکې مهم کردارونه ترسره کړي دي.

په پېښور کې د کلتوري چارو خبریال ښاغلي اسرار باچا ډیوه سره خبرو کې ویلي چې ددغه فلم موضوع هم لکه د پښتو د نورو فلمونو د بدمعاشۍ نه چورلی خو د فلم په لوکیشن ، کیسه اؤ سندرو ښه خواري شوې ده ځکه نو هیله ده چې زیات بزنس یا ګټه به وکړي.

دپېښور په صابرینه سینیما” زندان “فلم نندارې ته وړاندې شوی چې ارباز خان مهک نور، عجب ګل، جهانګیر خان اؤ جیا بټ پکې مهم کردارونه لوبولي دي. ددغه فلم کیسه کې هم د ټولنیزو خرابیو نه دانسانانو په ژوند مرتب کیدونکو بدو اغیزو ته ګوته نیول شوې ده.

په شمع سینما” پیدا ګیر” فلم نندارې ته وړاندې شوی چې ارباز خان ،کرن نور،جهانګیر خان اؤ اصف خان پکې کار کړی اؤ دپښتو فلمونو وتلي ستوري اصف خان ډیوه سره په خبرو کې ویلي چې دا یو بهترین فلم دی اؤ هغه هیله لري چې پښتانه به یې زیات خوښ کړي.

ښاغلي اصف خان وویل په نن دور کې هم ډیر د کار اؤ معیاري فلمونه جوړیږي خو له بده مرغه زیات پښتانه فلمونه ګوري نه اؤ نیوکې پرې کوي چې دا د پښتو فلمونو د زوال سبب ګرځي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG