د ډیر انتظار وروسته د سعودي عربستان حکومت د ګل/ دوشنبې په ورځ د حج په اړه پرېکړه وکړه او په شمار خلکو (محدوده پیمانه) یې په سعودي عربستان کې مېشت خلکو ته د حج کولو اجازه ورکړې.
راېټرز خبري ادارې د سعودي عربستان حکومتي خبري اېجنسې په حواله ویلي، دغه فیصله د کرونا وبا د خوریدو مخنیوي په خاطر شوې ده.
په فیصله کې ویل شوي، په سعودي عربستان کې مېشت بهرني خلکو تر څنګ به لږ سعودیان سږ کال حج کولی شي او د بهر هیوادونو خلکو ته به حج له د تلو اجازه نه وي.
د سعودي حکومت د شمار خلکو د حج کولو فیصله په داسې وخت کړی چې لا هم په دغه هېواد کې کرونا وایرس په تېزۍ خپرېږي او د مړیو شمېر یې ۱۲۳۰ ته رسېدلی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې تر یو لک ۵۴ زره اوښتی دی.
د سعودي عرب حکومت تیره ورځ په هېواد کې د کرونا وایرس له کبله لګېدلی ټولبند یا لاک ډاون ختم کړي او د جوماتونو تر څنګ یې پر کاروبارونو لګېدلي بندیزونه بیرته لرې کړي وو. خو وایي تر پینځوسو د زیاتو کسانو پر غونډه بندیز به بیا هم پر ځای وي او خلک به د ټولنیز واټن د عملي کولو تر څنګ ماسکونه هم په مخ کوي.
د سعودي الاخباریه سرکاري ټیلیویژن تیره ورځ د مذهبي چارو د وزارت له خولې ویلي وو، چې د کاروباري مرکزونو تر څنګ به نن شاوخوا پینځلس سوه هغه ځایونه او مسجدونه هم پرانیستل شي چې مقدس ګڼل کېږي او خلک یې زیارت ته ورځي یا پکې لمونځونه کوي.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د عمرې په ګډون د مکې او مدینې پر نورو زیارتونو او نړیوالو پروازونو بندیز لا هم پر ځای دی.
ځینو سرچینو په روانه میاشت کې رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د کرونا وایرس له کبله شاید د سعودي حکومت سږ د محدود شمېر خلکو لپاره د حج د مراسمو اجازه ورکړي خو د سعودي حکومت په رسمي توګه لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
انډونېشیا، ملایشیا، سینګاپور، سینیګال او برونای هېوادونو پرېکړه کړې چې د کرونا وایرس له کبله سږ کال حج ته خپل خلک نه لېږي.
د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري څو ورځې وړاندې ویلي وو، جې حکومت به یې د سعودي تر اعلان وروسته پرېکړه کوي، چې خپل خلک حج ته لېږي که نه.