لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تېرو پينځو مياشتو نه د لا درکه شوي پاکستاني خبريال مېرمن د خاوند د واپسۍ لار ته ګوري


سید علي شا له خپلې مېرمنې سره د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې. مالیزیا
سید علي شا له خپلې مېرمنې سره د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې. مالیزیا


واشنګټن- کله چې يې خاوند سيد فواد علي شاه له تمې سره سم کور ته زنګ ونه وهلو نو مېرمن سيده وپوهېده چې څه ګړ بړ خو شته.

سيد فواد علي شاه به چې يو پاکستانی خبريال دی او په مليشيا کې د جلا وطنۍ ژوند کوي هره ورځ خپلې مېرمن ته زنګ وهلو. که هر څومره میرمن سيدې کوښښ وکړ چې ولې يې د خاوند ټيليفون نه راځي او دې پوښتنې ته ځواب پيدا کړي په دې انتظار کې پينځه مياشتې تېرې شوې.

د سيدې د مليشيا او پاکستاني چارواکو نه دا پوښتنه لا تر اوسه په کڼو غوږونو پرېوزي. سيدې وي او ای ته وويل “دا يوه ذهني ځورونه ده”.

هغې خپل خاوند د کال 2022 په سپرلي کې په اخر ځل په مليشيا کې ليدلی و او په ټيليفون يې ورسره خبرې په اخري ځل په 22 اګست شوې وې.

د سيدې د خاوند په اړه لومړی خبر د مليشيا د کورنيو چارو وزير سيف الدين ناسوشن اسماعيل په یو خبري کانفرنس کې ورکړ چې فواد علي شاه په کواللمپور کې د پاکستاني سفارت په خواست په اګست کې پاکستان ته وشړل شو.

د مليشيا چارواکي وايي پاکستان ورته ويلي وو چې سيد فواد علي شاه يو پوليس افسر دی او د ډسپلن په مسله کې حکومت ته مطلوب دی. خو سيده چې د بزنس پروفيسره ده وايي خاوند يې کله هم په پوليس کې نه دی پاتې شوی.

که د مليشيا حکومت وايي چې ياد خبريال د ملک نه ويستل شوی خو پوښتنه دا ده چې هغه چرته دی؟ پاکستاني چارواکي سيدې ته وايي ښاغلی شاه په پاکستان کې نشته خو د ميډيا د حقونو څارونکي وايي دغه خبريال اسلام اباد نيولی.

وي او ای خپلې هڅې وکړې چې د پاکستان او مليشيا د چارواکو نه په دې اړه معلومات تر لاسه کړي خو ونه توانېده. د پاکستان د خارجه چارو د وزارت وياند په يو بريفېنګ کې د وي او ای اردو سروس ته وويل “ملک بدري په هغه وخت کې کيږي چې دوه حکومتونه په يو مخصوص چينل او خاص قوانينو سره صلاح شي”.

د پاکستان د اطلاعاتو او کورنيو چارو وزارتونو او ايف اي ای د وي او ای پوښتنو ته په اړه ځواب لا نه دی ورکړی.

شاه د کلونو راهیسې د پاکستان په سياست تنقيدي ليکنې کولې او په خاصه توګه د طاقتور پوځ خلاف او استخباراتي ادارو په اړه يې پوښتنې راپورته کولې.

د پاکستان په دي نيشن ورځپاڼه کې يې يو شمېر تحقيقاتي خبرونه چاپ کړي او د لا درکه کړل شوي پاکستانيانو په حقله يې پوښتنې کولې او دا يې هم ليکل چې د طالبانو د ډلو او استخباراتي ادارې اي ايس اي په خپلو کې څه رشتې دي.

د خبريالانو د حقونو د ادارې ار ايس ايف د وينا تر مخه آی ايس آی هغه په جنورۍ کال 2011 کې تښتولی و او د څو مياشتو پورې يې سخت ځورولی و.

ار ايس ايف وايي، د ازادېدو سمدستي وروسته شاه مليشيا ته لاړو او سياسي پناه يې وغوښتله خو پاکستاني استخباراتي ادارو هغه بيرته راوستلو.

د شاه په څېر يو شمېر نور پاکستاني خبريالان د ملک نه تښتېدلي او په غرب کې د جلا وطنۍ ژوند تېروي. سيده وايي هغه ويريږي چې د خاوند ژوند يې په خطر کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG