په ټویټر د طالبانو د اکاونټونو څخه بلیو ټک (هودي نښه) لر کړی شوې ده.
د بلیو ټک معنا دا وي چې ټویټر دغه اکاوڼټ په رسمیت پیژني.
د برتانیې د مطیوعاتي ادارې 'دي ګارډین' د رپورټ له مخې، د طالبانو د حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي د څانګې د مشر هدایت الله هدایت او د رسنیو د لوړپوړي چارواکي عبدالحق حماد ټویټر اکاونټ د دوشنبې تر ورځې پورې تصدیق شوي ښکاریدل.
د طالب چارواکو د بلیو ټیک د ترلاسه کولو خبرونو خپریدلو ورستو، په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو فعالانو خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او د دوی له بشري حقونو سرغړونې تاریخي دي.
د ټویټر پخوانۍ انتظامیې دا کار پخوا داسې کولو چې د اکاونټ لرونکي د رسمي کار او نوم تصدیق به یې وکړلو او بیا به یې ورته بلیو ټک ورکړو. بلیو ټک به هر چا نشو تر لاسه کولې.
خو وسنۍ انتظامې د تصدیق کار په پیسو شورو کړی دی او چې څوک د میاتشې اته امریکايي ډالرې ورکړي اکاونټ یې تصدیق کیدی شي.
د طالبانو د ټویټر اکاونټ په پیسو په تصدیق کولو په ټولنیزو رسنیو یو شمیر نیوکې شوې وې.
افغان خبریال ایمل پسرلي په ټویټر سوال پورته کړې:
“فکر کوئ دا (۹۰۰ افغانۍ) د هر افغان په وس کې دي؟”
د طالبانو په رسنیو د څار کمیشن مشر مولوي حماد ورته په ځواب کې لیکي:
“هر هغه افغان چې مطبوعاتي فعالیت ورته مهم وي، د خپل پیغام رسولو لپاره د ورځې دیرش افغانۍ مصرفولای شي”
خو بیا ځیني وايي په یو داسې هیواد کې اولس د بې روزګارۍ او بې وځلۍ سره مخ دی د طالبانو په ټویټر د بلیو ټک کرایه ورکول حیران کړي دي.
تر دې مخکې د برتانیا یوې بلې نشریاتي ادارې خبر ورکړی ؤ چې د طالبانو دوو چارواکو د ټویټر بلیو ټیک ترلاسه کړی دی.
خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې د طالبانو د چارواکو بلیو ټیکونه څنګه لرې شول.
طالبان له ډیرې مودې راهیسې ټویټر کاروي تر څو خپل پیغامونه ورسوي خو دوی هیڅکله د ټویټر تصدیق ټیک نه ؤ ترلاسه کړی.
داسې انګیرل کیږي چې د طالبانو دوه مشرانو ټویټر ته د میاشتني په سر د بیعې ورکولو وروسته بلیو ټیک ترلاسه کړی ؤ.
د ټویټر د اوسنۍ پالیسۍ له مخې، بلیو ټیکونه مستند کاروونکو ته ورکول کیږي.
(ددې خبر ځیني برخې د وي او ای اردو څانګې څخه اخستل شوي)