لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنې خبریالانې د کومو ستونزو سره مخ دي


د خېبر پښتونخوا سرښار پېښور کې د تیرو یولسو کالو راهسې مطبوعاتي ادارو سره کار کونکې زینت خان وي او ای ډیوه ته وايي د پښتنو په ټولنه کې یوې ښځې له د خبریالې په هیڅ کار کول څه اسان نه دي.

زینت وي او اې ډیوه ته ویلي د خبر لپاره ډیر ګرځیدل او بیا په میډیایي دفترونو کې ماحول د ښځو او جېنکو لپاره مناسب نه وي.

د اخبار، ټي وي او ریډیو په دفتر کې د ښځو لپاره نورې کومې لوې ستونزي وي؟ د دغې پښتنې په ځواب کې زینت وايي: ٫٫ ښځینه خبریالانې په دفترونو کې جدا تشناب یا غسل خانه نه لري، د ناستې یا دمې لپاره جدا کمره (کامن روم) نېشتوالی، د حامله خبریالانو لپاره د حمل په ورځو کې د مرستو هیڅ انتظام نه وي. که د چا ماشومان پېدا شي نو د ماشومانو د ساتنې (ډې کېیر) نه انتظام او نه د دغې لپاره جدا پېسې ورکړی کیږي.٬٬

د وخت بې وخته کار په اړه میرمن زینت وايي د خبریال د کار د وختونو هېڅ پته نه لږي نو ځکه کور ته تگ هم ډیر ناوخته شي. ژمې وي که ووړی هر قسمه سخت موسم کې بهر گرځېدل، دا هغه ستونزې دي چې زیات تره کورنۍ نه غواړې لوڼه يې د صحافت څانګې ته راشي.

د کار په ځاې کې د یو شان موقعو په اړه زینت وايي ښځو او جینکو ته بیا زیاتره د تعلیم، صحت او د ښځو مسلو باندې رپورټ جوړلو وېل کیږي او هغه ځایونو ته نه لیږل کیږي چرته چې کار سخت وي خو نوم پکې هم جوړیږي.

د نوښار سره تعلق لرونکې زینت خان د خبریالۍ په دنیا کې لومړی کار په ریډیو کې پېل کړو او اولنی رپورټ يې د ښځو د صحت په اړه وو.

زېنت دا مهال د پاکستان یو شخصي ټي وي ٫٫ اب تک ٬٬ ترڅنګ د پېښور په یو ځايي اېف ایم ریډیو کې د ښځو د صحت په اړه ځانګړی پروګرام ٫٫ سټوډیو کلینک ٬٬ کوربنه هم ده.

د صحافت په میدان کې کارکونکو ښځو او جېنکو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې زینت وايي دا وخت په پېښور ښار کې ٢٥ ښځینه خبریالې دي، دغه شمیره ډېره کمه ده او د دې وجه د صحافت په شعبه کې د ښځو مشکلات دي.

صحافت شعبې ته د راتګ په اړه زینت وایي د خپلې کورنۍ د ملاتړ وروستو يې دغه فیصله وکړه. د زینت خاوند هم د په دغه شعبه کې کار کوي نو ځکه يې د واده وروستو خپل کار ته دوام ورکړی.

زینت خان دا وخت د پوهنتون نه په ٫٫ پیس اینډ کنفلیکټ سټیډیز٬٬ کې ایم فل کوي او په پرمختیايي صحافت (ډیویلپمنټ جرنلزم) کې يې ډپلومه هم کړې.

د پاکستان مطبوعاتي ادارو او د هغوي د کار په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې زینت ویلي د کله نه چې په پاکستان کې مطبوعات شخصي یا (پرایویټایز) شوې نو د دغې نه یو کاروبار جوړ شوی. د ټي وي چېنلو، اخبارونو او ریډیو ګانو مالکان د صحافت معیار او بې پلوه خبریالۍ کې هیڅ دلچسپي نه لري نو ځکه دغو ادارو سره کار کونکي خبریالان هم مجبوره وي چې د ادارو د پالیسیانو سره سم کار وکړي. د بېلګې په توګه وايي ٫٫ پاکستان کې انتخابونه نژدې دې کوم سیاسي ګوند چې مطبوعاتي ادارو ته زیاتې پېسې ورکړي د هغوي کوریج به زیات وي.٬٬

پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې زینت وايي:٫٫ پاکستان کې مطبوعات ازاد نه دي، پکار ده مطبوعاتي ادارې په ازاده توګه خپل کار وکړي او په رېښتیا د ولس غږ جوړ شي.٬٬

د صحافت په میدان کې سره د دومره مشکلاتو خپل کار وړاندې بوتلو ترڅنګ زینت دا ارمان هم لري چې په دغه میدان کې نوره کامیابي ترلاسه کړي او ځان له یو نوم پیدا کړي.

دې ته ورته یوه بله خبریاله د خېبر پښتونخوا کوهاټ سره تعلق لرونکې فوزیه زېب ده چې د تیرو څو کلونو راهسې په پېښور کې د خبریالۍ دنده ترسره کوي.

د نورو پښتنو جېنکو په رنګ د فوزیه کورنۍ هم په شورو کې د نورو خلکو د خبرو سره مخامخ وو، فوزیه وایي خلکو به مې د کورنۍ غړو ته ویل: ٫٫ لکه ستاسو لور به وس په ټي وي راځي، او یا لور به مو اوس ټوله ورځ بهر ګرځي.٬٬

خو فوزیه خوشبینه ده او وایي ښه خبره دا ده چې په صحافت کې اوس بدلون راروان دې که څه هم وخت ېې ډېر واخستو. اوس داسې ښځینه خبریالې شته چې د سړو خبریالانو نه زیات کار کوي او ښې پېسې یا تنخاګانې اخلي.

د صحافت د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مهال فوزیه زیب د یوې خبریالې په هیڅ په خپل پېغام کې وایي پاکستان کې که یو خبریال ریښتیا لیکل غواړي نو کله کله د چېنلو یا خپلو ادارو پالیسیانې يې ریښتیا لیکلو ته نه پریږدي. پاکستان کې خبریالانو د داسې رنګه ستونزو سره هره ورځ مخامخ کیږي. او د بده مرغه بیا په پاکستان کې ټي - وي چېنلې د رېټنګ یا خپلو کې په مقابله دي او د معیاري او ښو خبرونو په ځاې زیات پام دې ته دی چې کوم چېنل زیات کاروبار وکړي.

سره د دې ټولو ستونزو فوزیه زیب وايي د ژوند لوې ارمان يې دا دی چې د صحافت په میدان کې ښه نامه جوړه کړي او د نړۍ په لویو خبریالانو کې د هغې نامه هم یاده شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG