لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر : دمظاهره چيانو په ضد کارروايۍ کې ٥٢٥ کسان وژل شوي


دشورو په ورځ دمصر په قاهره، اسکندريه اؤ نورو سيمو کې دلکونو مظاهره چيانو په ضد شوې کارروايۍ کې تر دې مهاله ٥٢٥ کسان وژل شوي اؤ په زرگونو نور ژوبل شوي دي.
ددغه پيښې څخه وروستو مصر کې ديوې مياشتې دپاره بيړنى وضعيت پځايې کړل شوى اؤ نائب صدر محمد البرادعي دمستعفي کيدو اعلان کړى دى.
مصر کې دصحت دوزارت له لوري دجاري کړل شوي بيان ترمخه دشورو په ورځ ټول هيواد کې لږ ترلږه ٥٢٥ کسان وژل شوي دي.
خو حکومتي ترجمان محمد فتح الله دوژل شوؤ کسانو شميره ٤٢١ ښودلې ده.
حکومتي ترجمان وائي تر ټولو زياتې وژنې په ربا الادويا نومې احتجاجي کيمپ کې شوي دي چې دغلته دمرسي پلويانو دتيرو څو اوونو څخه پرلتونه غځولي وؤ.
دکورنو چارو دوزارت له مخې په احتجاجي کيمپونو بريدونو کې ٤٣ پوليس عسکر هم وژل شوي دي.
دصحت وزارت پخلى کړى دى چې په نښتو کې لږ ترلږه دوه نيم زره کسان ژوبل شوي هم دي.
په مصر کې په لويه پيمانه ددغه وژنو څخه وروستو لنډمهاله حکومت ديوې مياشتې دپاره هيواد کې بيړنى وضعيت پځايې کړى دى اؤ دقاهرې پشمول دملک په ١٣ صوبو کې کرفيو لگول شوې ده.
دمصر لنډمهاله وزيراعظم هاضم البلاوي دشورو په ورځ دپوليس له لوري دمرسي دپلويانو په ضد دطاقت داستعمال دفاع کړې وه اؤ وئيلي يې ؤ چې دمرسي دپلويانو له امله په ټول هيواد کې بې ارامي خوره وه.
دهغه وينا وه دغو مظاهره چيانو اولس ويرولى ؤ اؤ په اولسي اؤ سرکاري ودانو يې حملې کولې.
ځکه نو رياست ته په مصر کې دامن وامان ټينگولو دپاره مداخلت کول ورپه غاړه شول.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG