لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما د نړي والو مشرانو د ټیلې فونونو ټیپ کیدو نه بې خبره وو


د جرمني چانسلره اینگیلا مرکیل
د جرمني چانسلره اینگیلا مرکیل
د امریکا یوې لوې ورځپاڼې ویلي تر پنځو کالو پورې صدر براک اوباما ددې خبرې نه بې خبره ساتلی شوی وو چې د امریکا د جاسوسۍ اداره د نړي والو مشرانو ټېلې فونونه ریکارډ کوي چې پکې د جرمني چانسلره اینگیلا مرکیل هم شامله وه.
وال سټریټ جرنل وايي د نیشنل سکیورټي اینجنسي یا این ایس ای د ټیلې فونونو ریکارډ کولو دغه پروگرام اوس ختم کړی شوی دی.
وال سټریټ جرنل د گل په ورځ خپل یو رپورټ کې د امریکائي چارواکو د قوله وايي صدر براک اوباما د این ایس ای د پروگرام نه څو میاشتې وړاندې هله خبر شو کله چې يي د ادارې دننه د معائنې امر ورکړو.
د ادارې د معائنې په هکله رپورټ نه څرگندیږي چې این ایس ای د ٣٥ نړي والو مشرانو ټېلې فونونه ټیپ کړي وو خو د سپېنې ماڼۍ د خبریدو ورسته د جاسوسۍ دغه پروگرام ختم کړی شو.
د چارواکو د وینا ترمخه این ایس ای په خفیه توگه د ټیلې فونونو اوریدو په لویه شمیره کې پروگرامونه لري چې د ټولو نه د صدر خبرول ممکنه نه ده.
خو د جرمني بلډ ایم سنټاگ ورځپاڼې د یو امریکائي چارواکې د قوله ویلي چې نوم يي نه دی څرگند کړی شوی چې صدر براک اوباما ته کال ٢٠١٠ کې دا معلومات ورکړی شوي وو چې د امریکا جاسوسان د اینگیلا مرکیل د مواصلاتو څارنه کوي.
خو این ایس ای تردید کوي چې د اینگیلا مرکیل په هکله د څه کاروائي نه يي صدر اوباما خبر کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG