لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راحيل شريف د پاکستاني پوځ نوى سرلښکر ټاکل شوى


نوموړى د گجرانواله کور کمانډر اؤ د پاکستان د پوځي اکاډمۍ کول د کمانډنټ په عهدو هم پاتې شوى دى.
نوموړى د گجرانواله کور کمانډر اؤ د پاکستان د پوځي اکاډمۍ کول د کمانډنټ په عهدو هم پاتې شوى دى.

پيښور- په داسې حال کې چې دپاکستان د پوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويزکياني د ملازمت د مودې په سرته رسيدو کې يواځې څو ساعته وخت پاتې شوى دپاکستان حکومت ليفټننټ جنرل راحيل شريف دپاک پوځ نوى سرلښکر اؤ ليفټننټ جنرال راشد محمود د گډو ځواکونو دکميټې نوى مشر ټاکلى دى.
سرچينې وايي دشورو په ورځ دپاکستان صدر ښاغلي ممنون حسين دائين د دريمې مادې په اساس ليفټيننټ جنرل راحيل شريف اؤ ليفټيننټ جنرل راشد محمود ته دجنرالانو په عهدو ترقي ورکړې ده اؤ دسبا څخه به دغه دواړه ليفټيننټ جنرالان مکمل جنرالان جوړشي.
راحيل شريف به په ٢٩م نومبر د جنرال اشفاق پرويز کياني پځايې د پاکستاني پوځ دسپه سالار ذمه وارئ ترلاسه کوي.
جنرال راحيل شريف به دپاکستاني د پوځ پينځلسم مشر وي .
له دې وړاندې هغه د پوځ دعمومي روزنې اؤ ايوالوايشن د انسپکټر په توگه ذمه وارئ ترسره کولې.
نوموړى د گجرانواله کور کمانډر اؤ د پاکستان د پوځي اکاډمۍ کول د کمانډنټ په عهدو هم پاتې شوى دى.
موجوده پوځي سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دپاکستان پخواني پوځي حکمران جنرال ريټائرډ پرويز مشرف د کال ٢٠٠٧م په وروستيو کې د پوځ سرلښکر ټاکلى ؤ اؤهغه د وړاندې څخه وئيلي وؤ چې دخپل ملازمت په موده کې نوره پراختيا نۀ غواړي اؤ په ٢٩م نومبر به ريټائر شي.
له دې وړاندې دپيپلزپارټۍ په تيرحکومت کې د جنرال کياني دملازمت موده درې کاله غځول شوې وه..
دپاکستان وزيراعظم هم وړاندې څخه په ډاگه کړې وه چې هغه به د پوځ دنوي سرلښکراؤ د گډو ځواکونو د کميټې د مشر د نومونو اعلان په يوه ورځ کوي.
دپاکستان د پوځ دسرلښکر په توگه د جنرال اشفاق پرويز کياني دماموريت موده کې پاکستانى پوځ د گڼو چيلنجونو سره مخ پاتې شوى ؤ.
که يو خوا د جنرال کياني په مشرۍ پوځ د طالبانو اؤ نورو ورانکارو تنظيمونو سره په جگړه بوخت ؤ نو بلخوا په ايبټ اباد کې دپوځي اکاډمۍ ترڅنگ د اسامه بن لادن د وژنې عملياتو هم پوځ لړځولى اؤ دنړۍ لخوا يې د يو شمير پوښتنو سره مخ کړى ؤ.
دترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې هم په مختلفو وختونو کې دپوځ اؤ حکومت د نظرونو تر مينځ موجود توپير د پوځ دپاره د يو چيلنج حيثيت لرلو اؤ ځينې وخت به داسې گنگوسې کيدلې چې کيدى شي جنرال کياني په حکومت قبضه وکړي خو ښاغلي کياني په دغو ټولو غيرمعمولي حالاتو کې خپل پوزيشن واضحه ساتلى ؤ چې هغه هيواد کې د جمهوريت مخه نۀ نيسي،

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG