لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ترټولو زيات بدعنوانه هيواد گرځول شوى


دپاکستان په اړه دغه راپور کې د١٢ؤ درجو ښه والى راغلى اؤ هند ته پرله پسې په دوهم کال دغه سکور ورکړل شوي
دپاکستان په اړه دغه راپور کې د١٢ؤ درجو ښه والى راغلى اؤ هند ته پرله پسې په دوهم کال دغه سکور ورکړل شوي
پيښور- په بډو رشوتونو اؤ غبن نظرلرونکې يو بين المللي تنظيم ټرانسپرنسي انټرنيشنل دنهې په ورځ جاري کړي خپل کليز راپور کې وئيلي دي چې افغانستان، صوماليه اؤ شمالي کوريا دنړۍ تر ټولو زيات بدعنوانه هيوادونه دي اؤ پاکستان د٢٨ؤ پوائنټونو ترلاسه کولو سره په ١٢٧م مقام ولاړ دى.
دپاکستان گاونډي هيواد هند د٣٦ؤ پوائنټونو سره په ٩٤م نمبر دى.
په برلن کې قائم دټرانسپرنسي انټرنيشنل دبدعنوانۍ په اړه دغه راپور د ١٢٧ؤ هيوادونو دخلکو سره دمرکو وروستو ترتيب کړل شوى دى.
دبدعنوانۍ څخه دپاکو هيوادونو لپاره ١٠٠ نمبرې ايښودل شوي.
دراپور ترمخه ډنمارک اؤ نيوزي لينډ د٩١ پوائنټونو سره دبدعنوانۍ څخه تقريباً پاک هيوادونه دي اؤ دهغوي څخه وروستو د٨٩ پوائنټونو سره دفن لينډ اؤ سويډن نمبر راځي.
په جنوبي اسياء کې دافغانستان حالت تر ټولو خراب ښودل شوى چې ورته دټرانسپيرنسي انټرنيشنل په دغه فهست کې ٨ پوائنټونه ترلاسه دي اؤ په ياد شوي فهرست کې په ١٧٥ مقام دى، چې تيرکال يې هم دغه حال ؤ.
دپاکستان په اړه دغه راپور کې د١٢ؤ درجو ښه والى راغلى اؤ هند ته پرله پسې په دوهم کال دغه سکور ورکړل شوي.
په دغه فهرست کې سري لنکا دهند څخه په ښه مقام ده چې په فهرست کې د٣٧ؤ پوائنټونو سره په ٩١ مقام ده.
دهند اؤ پاکستان سره نزدې مهم هيواد چين سږکال دبدعنوانۍ دمخنيوي لپاره کلک گامونه اخستي اؤ ورته ٤٠ سکور ورکړل شوى اؤ تير کال يې ٣٩ پوائنټونه ترلاسه کړي وؤ.
دټرانسپيرنسي انټرنيشنل ايگزيکټيو ډائريريکټر رابرټ برنگټن وائي تر ټولو بدعنوانه هيوادونه داسې دي ، چرته چې شخړې روانې دي.
هغه وائي هلته به تاسو ته دحکومت په شفافيت کې کمى په نظر راشي، په ځانگړې توگه به تاسو ته معلومه شي چې احتساب خو بيخي نشته، رياستي ادارې ماتيدل پيل شوي اؤ اولس تر ټولو زيات ځپل شوى
XS
SM
MD
LG